حماس: پر بن‌ګوېرین بندیز د اسرائیلو د نړیوالې انزوا نښه ده

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ “حماس” ویلي، چې د فرانسې، هسپانیې او پولنډ له‌خوا پر صهیونستي وزیر “بن ګورین” پر بندیز لګول یو مثبت ګام او د نتنیاهو د حکومت لپاره د زیاتېدونکې نړیوالې انزوا څرګندونه ده.
حماس ویلي، چې دغه بندیزونه وروسته له هغې لګول شوي، چې بن‌ګوېر د «صمود» سمندري کاروان له فعالانو سره د ناوړه چلند او شکنجې په څارنه تورن شوی دی.
یاد غورځنګ همداراز له اروپايي ټولنې او نورو هېوادونو غوښتي چې د اسرائیلو د حکومت پر ټولو غړو لا ډېر سیاسي او دیپلوماتیک بندیزونه ولګوي.

مربوطه مطالب

Back to top button