سپینې ماڼۍ ته نږدې ډزې شوي؛ شکمن بریدګر هم ټپي شوی

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې سپینې ماڼۍ ته نږدې د ډزو په پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي چې پکې شکمن بریدګر هم شامل دی.

 د امریکايي امنیتي چارواکو په وینا، شکمن کس یوې امنیتي پوستې ته نږدې پر پولیسو ډزې کړې، خو وضعیت ژر تر کنټرول لاندې راوستل شوی او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. خبریالانو ویلي، د پېښې پر مهال د ۲۰ تر ۳۰ ډزو غږونه اورېدل شوي او سیمه سمدستي تر سخت امنیتي تړاو لاندې راوستل شوې ده.

تر دې مخکې امریکايي رسنیو ویلي وو چې د پېښې شکمن کس ۲۱ کلن ناصر بیست نومېږي. د راپورونو له مخې، نوموړي مخکې هم د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استوګنځي سیمې ته د نږدې کېدو د منع قضایي امر مات کړی و.

مربوطه مطالب

Back to top button