واشنګټن ټایمز: امریکا او ایران ممکن په ۲۴ ساعتونو کې د سولې تړون اعلان کړي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د یوه راپور له مخې ادعا کړې چې د امریکا او ایران ترمنځ د اوږدو خبرو اترو په جریان کې داسې پرمختګونه رامنځته شوي چې ښايي دواړه لوري په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د سولې د تړون رسمي اعلان وکړي.
په راپور کې ویل شوي چې د دواړو هېوادونو لوړپوړو مذاکراتي پلاوو د خبرو په څو پړاوونو کې د تړون پر مسودې بشپړ توافق ته رسېدلي او د توافق بنسټیزه طرحه یې نهايي کړې ده. همدارنګه ادعا شوې چې دا مسوده اوس د دواړو هېوادونو د مشرتابه تر ارزونې لاندې ده او د وروستۍ تایید په تمه ده.
خو تر اوسه پورې نه د امریکا او نه هم د ایران رسمي سرچینو دا راپور تایید کړی دی. ځینې شنونکي هم دا ډول ادعاوې له احتیاطه ډکې ګڼي او وایي چې د داسې ستر سیاسي پرمختګ لپاره رسمي اعلان او واضح شواهد ضروري دي، نه یوازې د رسنیو راپورونه.



