تدارکاتو کمېسیون د ۴.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۵ پراختیایي پروژې منظورې کړې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۵ پراختیایي پروژې منظورې کړې.
په دې غونډه کې ټول ۳۱ پروژې د ارزونې لپاره وړاندې شوې وې، چې له بحث وروسته ۱۵ تصویب، ۷ تعدیل، ۴ بیا د قیمتکمي لپاره کمېټو ته وسپارل شوې او د دوو پروژو د داوطلبۍ په اړه ځانګړې پرېکړه وشوه.
په منظور شوو پروژو کې د غزني د زردالو بند د جیوتخنیک مطالعاتو بشپړول، د حیرتان بندر د سړک جوړول، د کابل–لوګر سړک رغونه او په بېلابېلو ولایتونو کې د عمومي روغتونونو جوړول شامل دي.
همداراز د برېښنا رسونې او توزیع ځینې پاتې پروژې هم بشپړېږي، چې تمویل یې د افغانستان اسلامي امارت له لوري کېږي.



