اقتصادي معاونیت: په کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې تایید شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د اقتصادي معاونیت د راپور له مخې ، د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې چې د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه، د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د هر اړخیزې ارزونې وروسته د تایید وړ بلل شوي دي.
په همدې غونډه کې د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د یوه بل سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه هم د بحث لپاره وړاندې شوه، چې د لا دقیقو مالي، تخنیکي او اقتصادي ارزونو لپاره اړوندو ادارو ته راجع شوه څو خپل راپور د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.



