حسام بدران کابل ټکی کام ته: د غزې ملکي چارې ملي کمیټې ته د سپارلو بهیر روان دی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر غړي او ویاند “حسام بدران” کابل ټکی کام ویب پاڼې ته ویلي، چې حماس د غزې د اوربند د هوکړې ټولو مادو ته ژمن دی او د همدې هوکړې له مخې یې د غزې د ملکي چارې خپلواک فلسطیني دیموکراتیک غورځنګ ته سپارلي دي.
د هغه په وینا، د غزې د حکومتي بېړنیو چارو د کمیټې منحل کول او د سرپرست حکومت د څارنې د رئیس” محمد عبدالخالق الفرا” استعفا د هغو اداري او قانوني ترتیباتو برخه ده، چې د ملکي دندو د سپارلو لپاره ترسره کېږي.
حسام بدران زیاته کړې، چې صهیونیستي ریژیم هڅه کوي د اوربند د هوکړې د عملي کېدو مخه ونیسي، د اداري تشې په رامنځته کولو سره د غزې د خلکو ستونزې زیاتې کړي او عادي ژوند ته د بېرته راګرځېدو بهیر ګډوډ کړي.
هغه له منځګړو هېوادونو او ضامنو غوښتي چې پر صهیونیستي ریژیم فشار راوړي، څو د هوکړې د پلي کېدو پر وړاندې خنډونه لرې کړي او د غزې ملي او دیموکراتې کمیټې ته ژر تر ژره د فعالیت زمینه برابره شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د هوکړې له مخې به د غزې نظامي واک د حماس په لاس کې وي او د اشغالګرو تر بشپړې ماتې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button