پر اوکرایین د روسیې بریدونو کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د اوکراین پر پلازمېنه کییف د روسیې د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو په پراخو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي.
د اوکراین چارواکو ویلي، روسیې د دوشنبې په سهار د توغندیو او سلګونو ډرونونو په وسیله پر کییف پراخ بریدونه وکړل، چې د استوګنې ګڼې ودانۍ یې هم په نښه کړې دي.
د اوکراین هوايي ځواک ویلي، په دې بریدونو کې روسیې ۶۸ توغندي او له ۳۵۱ څخه ډېرې بې‌پیلوټه الوتکې کارولې دي.
بل لور ته، د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې، چې دغه بریدونه یې د روسیې پر ملکي تاسیساتو د اوکراین د «ترهګریزو بریدونو» په ځواب کې ترسره کړي دي.
دا بریدونه داسې مهال شوي چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي تر دې یوه ورځ وړاندې خبرداری ورکړی و، چې د استخباراتي معلوماتو له مخې روسیه د اوکراین پر ضد د نوي او پراخ برید لپاره چمتووالی نیسي.

مربوطه مطالب

Back to top button