ولسمشر اردغان: د ایران او امریکا ترمنځ لا هم خبرې روانې دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” ویلي، چې د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ د هواري لپاره ډیپلوماتیکې هڅې دوام لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې لا هم روانې دي.
اردغان ویلي، ترکیه د سیمې د ثبات او سولې ملاتړ کوي او چمتو ده چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو په اسانتیا کې خپل رول ولوبوي. هغه ټینګار کړی، چې د روانو کړکېچونو حل یوازې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې ممکن دی، نه د پوځي اقداماتو له لارې.
د ترکیې ولسمشر همداراز صهیونیستي ریژیم ته خبرداری ورکړی چې د خبرو د بهیر ګډوډول به د ټولې سیمې امنیت او ثبات له ګواښ سره مخ کړي او له ټولو لوریو یې وغوښتل چې له زغم څخه کار واخلي او د شخړې د پراخېدو مخه ونیسي.

مربوطه مطالب

Back to top button