د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر امریکا ته وسپارل شو

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د امریکا د عدلیې وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې لومړی مرستیال عبدالظاهر قدیر متحده ایالاتو ته سپارل شوی، څو د مخدره موادو او درنو پوځي وسلو د قاچاق په تړاو د لګول شویو تورونو له مخې محاکمه شي.
د امریکا د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، د امریکا د مخدره موادو ضد ادارې (DEA) په مشرۍ ترسره شویو څېړنو عبدالظاهر قدیر په ګڼو جرمونو تورن کړی او نوموړی به اوس د امریکا د قانون له مخې محاکمه کېږي.
د امریکا د عدلیې سرپرست وزیر ټاډ بلانش ویلي: «د امریکا د مخدره موادو ضد ادارې په مشرۍ ترسره شوې څېړنې عبدالظاهر قدیر په ګڼو مواردو تورنوي او اوس به هغه په امریکا کې د قانون له مخې محاکمه شي.»
ظاهر قدیر د ۲۰۲۵م کال د اپرېل په میاشت کې د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې د امریکا په غوښتنه نیول شوی و. د کینیا یوې محکمې وروسته د هغه محاکمه وکړه او د امریکا د عدلیې وزارت د وروستي اعلان له مخې، نوموړی اوس متحده ایالاتو ته سپارل شوی دی.
تر اوسه افغان حکومت، د عبدالظاهر قدیر کورنۍ یا د هغه د مدافع وکیلانو له لوري د دغو تورونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.



