سپاه پاسداران: د ایران زغم پای ته رسېدلی، د امریکا او متحدینو د انرژۍ بنسټونه به په نښه کړو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” د یوه تازه خبرداري په خپرولو سره ویلي چې د تهران د زغم کچه پای ته رسېدلې او که روان وضعیت دوام وکړي، د امریکا او د هغو د متحدینو اړوند حیاتي بنسټونه به په نښه کړي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، کوېټ، بحرین، قطر او د امریکا د نورو شریکانو اړوند بنسټیزې زېربناوې به هدف وګرځول شي، څو امریکا او متحدین یې د کلونو لپاره د سیمې له نفتو او ګازو بېبرخې شي.


