ایران څو عربي هېوادونو کې امریکایي اډې هدف ګرځولي

کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د امریکایي اشغالګرو له لوري پر ایران د تېرې شپې د بریدونو له ترسره کېدو وروسته، ایران د سیمې په یو شمېر عربي هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو توغندیز او د بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
د راپورونو له مخې، د ایران وسله والو ځواکونو په کوېټ، بحرین، اردن، قطر او متحده عربي اماراتو کې د امریکا پوځي اډې هدف ګرځولې دي.
ایراني چارواکو دغو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې که د ایران پر ضد د امریکا د بریدونو لپاره خپله خاوره یا پوځي تأسیسات وکاروي، نو د دوی مهمې پوځي او اقتصادي زېربناوې به هم د ایران د راتلونکو بریدونو هدف وګرځي.
تر اوسه د یادو بریدونو د زیانونو او تلفاتو په اړه کره او خپلواکې شمېرې نه دي خپرې شوې امریکا او یادو عربي هېوادونو هم په دې اړه رسمي دریځ نه دی اعلان کړی.


