سعودي عربستان ته د یمن خبرداری؛ محاصره پای ته ورسوئ کنه ناوړه پایلو سره به مخ شئ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د یمن د بهرنیو چارو وزارت سعودي عربستان ته سخت خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د یمن محاصره باید پای ته ورسوي کنه ناوړه پایلو سره به مخ شي.
د یاد وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، سعودي حکومت باید د ظلم، زورواکۍ او استکبار له لارې راکښته شي او د عدالت او انصاف لاره خپله کړي.
دد خبرپاڼې له مخې، که سعودي عربستان د خپلو متحدینو او یا هم د خپلو پلویانو له لارې د صنعا نړیوال هوايي ډګر د محاصرې د دوام لپاره هر ډول اقدام وکړي، ټولې پایلې او مسؤلیت به یې یوازې د ریاض پر غاړه وي.
د یمن د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي، د سعودي هغه هڅې چې د خپلو نیابتي ډلو لخوا یې یمن کې ترسره کوي اوس ټولو ته څرګندې شوې دي.
وزارت په پای کې ټینګار کړی، هر نوی اقدام چې سعودي عربستان یې ترسره کړي، د تاوتریخوالي د کمښت او اوربند د بهیر پر ضد به وروستۍ مرمۍ وبلل شي او د وضعیت د لا ترینګلتیا لامل به شي.

مربوطه مطالب

Back to top button