عباس عراقچي: ځینې ګاونډي هېوادونه په بشپړه توګه د امریکا پر پوځي اډو بدل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” ویلي، چې وضعیت داسې پړاو ته رسېدلی چې په ځینو ګاونډیو هېوادونو کې یوازې د امریکا پوځي اډې نه شته، بلکې ځینې هېوادونه په عملي توګه په بشپړه توګه د امریکا پر پوځي اډو بدل شوي دي.
نوموړي پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي: «له بده مرغه اوس داسې مرحلې ته رسېدلي یو چې نور یوازې د ګاونډیو هېوادونو دننه امریکایي اډې نه دي، بلکې ځینې هېوادونه په بشپړه توګه د امریکا پر پوځي اډو اوښتي دي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ زیات شوی او تهران هغو هېوادونو ته هم خبرداری ورکړی چې امریکایي ځواکونو ته د خپلې خاورې د کارولو اجازه ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button