محسن رضايي: د خپلو “شهیدانو” غچ به اخلو د ټرمپ او نتنیاهو وژل د ایران لومړیتوبونو کې دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب د ستر رهبر پوځي سلاکار “جنرال محسن رضايي” ویلي،چې د ایران لخوا د شهیدانو د وینو غچ اخیستل حتمي دي او دا د اسلامي انقلاب د لارې یوه نه بېلېدونکې برخه ده.
رضايي ویلي، چې د امریکایي ولسمشر “ډونالډ ټرمپ”او د اسرائیلو د لومړي وزیر “بنیامین نتنیاهو” وژل د ایران سرې کرښې او د دوی پر وړاندې باید پرېکنده او متناسب ځواب ورکړل شي.
هغه زیاته کړې، د سیاسي او پوځي مشرانو د ترور عادي کول د نړۍ د ټولو هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخ کوي او هېڅ هېواد به له دې خطره خوندي پاتې نه شي.
د نوموړي په وینا، ایران به د هرمز ستراتیژیک تنګی خوندي وساتي، ځکه دا د هېواد د دفاعي تګلارې مهم عنصر دی او د ملي امنیت او ګټو په خوندي کولو کې اساسي رول لري.

مربوطه مطالب

Back to top button