د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو تلیفوني خبرې؛ اسحاق ډار- اسرائیل نه غواړي د تهران او واشنګټن خبرې بریالۍ شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر “محمد اسحاق ډار” له خپل ایراني سیال “سید عباس عراقچي” سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې اسرائیل نه غواړي د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې بریالۍ شي او د سیمې کړکېچ ته د پای ټکی کېښودل شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دواړو وزیرانو د سیمې پر امنیتي وضعیت، د ایران او امریکا پر اړېکو او وروستیو تحولاتو خبرې کړې دي.
اسحاق ډار ټینګار کړی، چې پاکستان د شخړو د هواري لپاره د خبرو اترو او دیپلوماسۍ ملاتړ کوي او باور لري چې د تاوتریخوالي زیاتوالی د هېڅ لوري په ګټه نه دی.
دواړو لورو د سیمې د سولې او ثبات پر اړتیا هم ټینګار کړی او د اړېکو او مشورو د دوام ژمنه یې کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button