ملا اختر محمد منصور غوره قائد ، ښه مدير او تکړه فوځي قوماندان/بدر منهاج

بسم الله الرحمن الرحيم

 

ليکنه ـ بدر منهاج

له هغو انساني قوتونو سره چې د نړۍ سیاست او اقتصاد يې په لاس کې ده په ګرده نړۍ يې نظامي لاس بر ده ، د فکر او روان تسخيروونکې ميډيا يې په واک کې ده پوره پنځلس کاله مقابله ، په زړو وسلو ، د نشت برابر مالي امکاناتو ، محدودو رسنيزو فعالیتونو کومه ساده خبره نه ده ، د انسان عقل پرې احتوا نه شي کولای .

دا یواځې او یواځې د یوه غيبي قدرت کار کيدای شي ، دا قدرت د الله جل جلاله ده چې د انسانانو ترمنځ ورځې اړوي او را اړوي او چې خوښه يې شي وړوکی ټولی پر لوی ټولي بر لاسی کوي .

د شمير له پلوه د طالبانو د کوچني ټولي برلاسي د امريکا په مشرۍ د ناټو په مډرنو ، پرمختللو او د شمير له پلوه په پريمانه لښکرو یوازې او یوازې د الله جل جلاله کار کیدلای شي .

د الله جل جلاله عادت په دې جاري ده چې په دنيا کې د ورځو اړولو او را اړولو لپاره اول یو سبب پيداکوي .

د طالبانو نوی مشر د طالبانو په یاده شوې برلاسي کې تر ټولو مهم رول لري او الله جل جلاله د دغه برلاسي یو مهم سبب ګرځولی .

مونږ دا منو چې ملا اخترمحمد منصور نه د افغانستان له کوم پوهنتون څخه فارغ شوی ، نه د سيمې او نه د ختيځ او لويدځ له کوم پوهنتون څخه ؛ نه د کوم خليجي هيواد له لوړو تعليمي مؤسسو د فراغت کوم سند لري او نه د مصر له ازهر جامعې څخه ، خو دا د الله جل جلاله د قدرت خارق العاده کار ده چې د مدرسې له یوه خړپړ او عاجز طالب نه دومره لوی او عقل حيرانوونکی کار اخلي .

هیچا هم دا فکر نه کاوو چې د طالبانو د پخواني مشر مرحوم ملامحمدعمر په نه شتون کې به د طالبانو صف متحد پاتې شي ، طالبان دې خپلو سترو بريدونو ته دوام ورکړای شي ، طالبان دې د سیاست د ډګر ابتکار په لاس کې ولري او طالبان دې د سيمې او نړۍ د پرمختللو استخباراتي سازمانونو پټ ،پيچلي ، خطرناک او ستر پلانونه له ماتې سره مخ کړي .

خو مونږ عملاً وينو چې مرحوم ملامحمد عمر رحمه الله له دې پاني نړۍ څخه کډه کړې خو د طالبانو ليکې متحدې پاته شوې ، بدنه يې ونه وېشل شوه ، هغه ننګونې له ماتې سره مخ شوې کومې چې د سيمې او نړۍ پياوړو استخباراتي سازمانونو د طالبانو د ويشلو په موخه تولید کړې وې ، په نظامي ډګر کې يې ابتکار په خپل لاس کې اخستی ، په تعرضي دریځ کې دي ، هره ورځ له خپلو دښمنانو سيمې نيسي او د خپل نظامي ځواک د لا پياوړتيا لپاره ترې نظامي وسائل ولجه کوي او ډیره جالبه يې داچې هغه څلور اړخيزه استخباراتي او تبلیغاتي لوبه چې د طالبانو ښکار يې هدف وو پخپله يې ښکاريان ښکار شول ، په ځای د د ې چې طالبان د نورو غلامان وښيي طالبان يې له بل هر افغاني خوځښت په پرتله ازاد او مستقل ثابت کړل .

په ځای د دې چې د طالبانو د افرادي قوت اعتماد ،په خپل قیادت کمزوری کړي لا يې د طالبانو د افرادي قوت اعتماد په خپل قیادت زیات کړ او اوس ګورو چې له بیعت نه پاتې ځينې مهمو کسانو هم بیعت وکړ او ځينو مخالفينو بیا د جګړې په ډګر کې هر څه له لاسه ورکړل او نور يې تش نوم پاته ده ، دوی غوښتل د طالبانو مورال ښکته کړي خو هڅو يې سرچپه پایله ورکړه او د طالبانو مورال یې اوس دومره لوړ کړ چې د سيلاب په څیر په خپلو دښمنانو ور روان وي ، او د اوپراتيفي قومندانانو له ډګر ته کولو نه يې دښمنان وروستۍ هيله هم بې نتيجې وختله .

پوهانو د یو بریالي قائد لپاره يو شمير صفات په ګوته کړي ، چې له هغو څخه يې مهم ، شجاعت ، ذکاوت ، په هغو خبرو پوهيدا چې ورته کيږي او ښه تصور کول ، له ښې ژبې او عبارت څخه برخمنتیا ، له علم او علماوو سره مينه ، صدق ، په وعده باندې وفاء ، عدل او له ظم څخه کرکه تواضع او د قوي عزم درلودل . په ګوته کړي ، تقريباً دا ټول صفتونه د طالبانو په نوي مشر کې شتون لري ، هم زړه ور ده ، پرېکړي يې زړه ورې دي لکه د کندوز د نیولو امر ، په ژمې کې هم د سترو بريدونو دوام او د څلور اړخيزو ناستو د پريکړو تردید ،

هم ذکي ده په خپل ذکاوت يې د سيمې او نړۍ ستر استخباراتي سازمانونه سخت وونګول .

د مرحوم ملامحمد عمر مجاهد د وفات له خبر نه يې کلونه بې خبره وساتل .

طالبان يې په خپل ځان راټول کړل او د طالبانو ليکې يې متحدې وساتلې ، په سیاسي ډګرکې يې طالبان مطرح کړل ، د هر چا خبرې ته غوږ نيسي او په اړه يې ښه تصور کوي ، خبرې يې د ولس او لښکر په ژبه او عام فهمه دي .

یو څوک ژر تر تاثیر لاندې راولي ، یو ښه عالم يې د خپل ځان نائب وټاکه او څو جید شیوخ يې په رهبري شوری کې شامل کړل دايې له علماوو سره د مینې ستر ثبوت ده .

له هر چا سره یې چې وعده کړې پوره کړې يې ده او ډیر مثالونه يې موجود دي .په اولنۍ وینا کې يې زیات تمرکز له هغو کسانو سره په مبارزې وو چې د طالبانو له نامه په استفادې ولسي وګړي ځوروي ، د خپل لښکر د جنګ او مبارزې د تنظيم لپاره يې یوه لایحه رامنځ ته کړه چې د جنګ لوړ او اسلامي اخلاق يې هم بللای شو او د هر ډول ظلم مخه نیسي .

قول او فعل يې له صدق څخه ډک ، ډیر متواضع او د قوي عزم لرونکی شخص ده ؛ د دښمن په میاشتو میاشتو تبلیغاتو او ویرونو يې په عزم کې هيڅ سستي رانه وستله او په خپل دریځ ټينګ او ثابت پاتې شو .

پوهانو چې د یوه ښه مدیر لپاره کومې ځانګړتیاوې وړاندې کړې هغه نږدې ټولې پکې شتون لري ، له خپلو ماتحتو مسئولینو سره د ارتباط ښه سستم لري ، په فعاله توګه يې اداره کوي ، پيغام يې تل ورته رسيږي ، د کاري امکاناتو په برابرولو کې ورسره زیات کوښښ کوي.

په خپلو اعلاميو کې تل د تيروخت د ځينو تیروتنو د نه تکرار وعد ې ورکوي او دا په دې معنی ده چې له تیروتنو يې درس اخستی او څوک چې کار کوي هغه ښه تشويق کوي او د طالبانو تشکيلات يې داسې عیار کړي چې اداره یې ورته اسانه وي او واګي يې په خپل لاس کې دي او دا سره له دې چې نه د کار منظم دفتر لري او نه په اسانۍ سره هر وخت له خپلو مسئولو ملګرو سره د ملاقاتونو او مشورو خوندي فرصت .

که د طالبانو وروستیو جنګی بریاوو ته ژور نظر وکړو او په تیرو شپږو کلونو کې د دوی نظامي پرمختیاوې له نظر لاندې تيرې کړو دې پايلې ته رسیږو چې د طالبانو نوی مشر یو ښه پوځي قومندان هم ده ، پوځیان عموماً له سیاستوالو سره دومره مينه نه لري د دوی مينه له خپلو نظامي قومندانانو سره وي خو په ملااخترمحمد منصور د پتنګانو په څیر د طالبانو د جنګياليو راټوليدا او په بیړه بیعتونو د اپه ډاګه کړه چې نوموړی د خپل لښکر د زړه تل ته څومره ډیر ښکته او څومره ډیر يې پرې اعتماد ده او څومره ډیره مینه ورسره لري ، او دا یوازې له دې امله کیدی شي چې نوموړی د یو تکړه پوځي قومندان په توګه خپلو افرادو منلی.

او دغه مينه ډيره له دې امله ده چې نوموړی خپل افراد هم د خپل رهبر په توګه مني او هم يې خپل اعلی تکړه فوځي قوماندان ګڼي.

له کومه وخته چې ملا اختر محمد منصور د طالبانو د مرحوم رهبر له لوري د خپل نايب او اجرائيوي مشر په توګه ټاکل شوی او بيا يې د ده له وفات وروسته د قيادت واګې په لاس کې واخيسته له همغه مهاله طالبانو پوره فوځي ارتقاء کړې او د نوموړي په مشرۍ کې يې د جګړې ډير پيچلي تکتيکونه پياده کړي ، په اطرافو کې يې په زرهاؤ چريکي او سلګونه ستر جبهه يي جنګونه ترسره کړي ، ډيرې سيمې يې لاندې کړې ، په ښارونو او په ځانګړې توګه په کابل کې له ډيرو پيچلو تکتيکونو څخه په استفادې داسې خاص ځانګړي کوماندويي عمليات سرته رسولي چې د نړۍ فوځي ماهران يې ګوته په غاښ کړي او خپلو دښمنانو ته د تلفاتو تر څنګ يې هغوی له سياسي او تبليغاتي پلوه هم ډير له خجالت او شرمنده ګۍ سره مخ کړيدي. تل يې د هغوی امنيتي ارګانونه او مدرن استخبارات تر سختو ننګونو لاندې راوستلي او د دغو پيچلو بريدونو په مخ يې هم په نړۍ کې ځان مشهور کړی او هم يې په هيواد کې دننه ځوانان خپلو ليکو ته رامات کړي.

له همدې امله ملا اختر محمد منصور يوازې له دې امله نه چې دی د طالبانو مشر دی بلکه له دې امله چې نوموړی يو غوره سياستوال ، ښه مدير او ښه فوځي قوماندان دی د بهرنيو او کورنيو استخباراتي ادارو تر ټولو ستر هدف دی. هم يې په شخصيت باندې زيات بريدونه کوي ، هم کوشش کوي چې د پټو استخباراتي فعاليتونو له لارې يې په طالبانو باندې د کنترول مراندې سستې کړي او ستونزې ورته پيدا کړي او هم کوشش کوي چې هدف يې وګرځوي. که د طالبانو ټول قيادت تر څيړنې لاندې ونيول شي د اوس لپاره د ده په څېر مؤثر قائد د طالبانو په منځ کې نشته .

ولسونه او خوځښتونه تل داسې قائدين خپل روح ګڼي او خوندي ساتنه يې ورته تر هر څه مقدمه وي.

پورتنی لیکنه د لیکوال خپل نظر دی د ادارې موافقت ورسره شرط نه دی.

 

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button