پاکستان کې سختو ورښتونو، ۱۲۱ کسان وژلي

کابل ټکی کام ۱۸حمل/۱۳۹۵، هلال خاورې

له تېرو څو ورځو راهیسې د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت سربېره په یو شمېر نورو سیمو کې سختو ورښتونو ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د پاکستان د افتونو د نظم قامي ادارې پرون سه شنبه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي وو، چې د روانو ورښتونو له کبله ۱۲۱ کسان مړه شوي، او ۱۸۸ کسان ټپيان شوي دي.

راپور کې خیبر پښتونخوا ایالت په ټولو کې په سر کې راوړل شوی دی، چې ۱۰۴ کسان پکې مړه شوي دي.

او همدا شان قبایلي سیمو کې ۳۸، بلوچستان کې ۲۹، ګلګت بلتستان کې ۱۶، د پاکستان کشمیر کې ۲۱ او په پنجاب کې ۱۴ کسان مړه شوي دي.

په راپور کې د مالي زیانونه په لړ کې ویل شوي دي، چې د روانو سختو ورښتونو له کبله ۱۴۲۸ کورونه وېجاړ شوي دي.

باید ووایو، چې په راپور کې هغه باراني پېښې را اخیستل شوي دي، چې د تېرې میاشتې له نهمې نېټې څخه تر ۳۱مې نېټې پورې پېښې شوي دي.

د یادولو ده، چې په پاکستان کې تېر کال د جولای په میاشت او همدا شان د پشکال د ورښتونو او سېلابونو له کبله ۲۰۸ کسان مړه شوي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button