پاکستان وایي، چې یو افغان استخباراتي کارکوونکی یې نیولی

کابل ټکی کام ۱۸حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

ډي نیوز نومې ورځپاڼې خبر ورکړی دی، چې ډېورنډ کرښې ته څېرمه د بلوچستان ایالت په چمن کې د امنیتي ادارو له لورې یو افغان استخباراتي کارکوونکی نیول شوی.

ډي نیوز همدا راز د پاکستان د سرحدي ځواک ویاند له قوله لیکلي دي، چې دغه افغان استخباراتي کارکوونکی د چمن په بوغره سیمه کې نیول شوی دی.

خبر وایي، چې دا مهال نیول شوی افغان استخباراتي کارکوونکی د تحقیقاتو لپاره بېول شوی دی.

د ډي نیوز په خبر کې راغلي دي، دغه افغان استخباراتي کارکوونکي د یوې سترې حملې پلان درلود، خو د امنیتي ادارو له خوا ونیول شو.

ډي نیوز نه د دغه ویاند نوم او نه هم د نیول شوي افغان استخباراتي کارکوونکي د نیولو نېټه ښودلې ده.

د یادولو ده، چې وړاندې هم پاکستان ادعا وکړه، چې په بلوچستان کې یې د هند یو استخباراتي کارکوونکی نیولی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button