بنګله دېش کې یو ځوان له بې دینه څرګندونو وروسته ووژل شو

کابل ټکی کام ۱۹حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
خبري رسنیو خبر ورکړی دی، چې بنګله دېش کې یو ځوان د خپلو بې دینو څرګندونو وروسته د دغه هېواد د پلازمینې ډاکې په یوه څلور لاري کې وژل شوی دی.
دغه ځوان چې نظام الدین صمد نومېدو، ۲۸ کاله عمر یې درلود.
پولیسو رسنیو ته د دغه پېښې پخلی کړی دی، او زیاته کړې یې ده، چې نظام الدین صمد پرون چهارشنبه ماښام مهال په یوه ګڼه ګوڼه کې لومړی په چړو وهل شوی، او بیا په ډزو سره وژل شوی دی.
نظام الدین صمد په خپل فیسبوک کې یو ګروپ درلودو، چې د جن جاګرن په نامه یې د سیکولر نظریات پکې خپرول.
د ده د فیسبوک پر فروفایل لیکل شوي وو، چې «زه هېڅ دین نه لرم».
ډاکه ټرېبیون خبري اژانس د پولیسو له قوله لیکلي دي، چې درې موټرسایکل سپرو کسانو پر نظام الدین صمد برید وکړ، او بیا یې په ډزو سره وواژه.
باید ووایو، چې وړاندې هم دا ډول بې دینه کسان په بنګله دېش کې وژل شوي وو.
په بنګله دېش کې په کال ۲۰۱۳ میلادي د اسلامي ډلو له لورې ۸۴ کسان د بې دینه بلاګرو په لست کې شامل شوي وو، چې ټول یې ووژل.
بنګله دېش په رسمي توګه سیکولر حکومت لري، خو د دغه هېواد ډېری اوسېدونکي د اسلامي حکومت غوښتونکي دي.
په وروستیو کې د دغه هېواد سترې محکمې وویل، چې دا نه شي منلی تر څو هلته اسلام رسمي دین نه وي.
د یادولو ده، چې د دغه هېواد د وګړو شمېره تر ۱۶۰ میلیونو ډېر دی، چې ۹۰ سلنه یې مسلمانان دي، او پاتې نور یې هندوان، بودایان، مسیحیان او د نورو دینونو دي.


