د نیکمرغۍ په لټه کې

لیکوال: صفی الله « صاحبزاده »

نیکمرغي کومې زمانې پورې تړلې نه ده، په کوم ځای پورې ځانګړې نه ده او نه خو نیکمرغي په مال او شتمنۍ کې پرته ده او نه د قارون غوندې خزانو او د فرعون په شان په پاچاهۍ کې نغښتې ده؛ بلکې نیکمرغي یوازې او یوازې په ایمان کې نغښتې ده، او لګ تاریخ ته مخ کړو، نیکمرغي د صحابه و رضی الله عنهم په ژوند کې وه، ځکه هغوی یوازې دنیاته پام نه کاوه،بلکې ددین په خدمت کې هم بوخت وو او همدا یې د نیمرغي سبب و، نیکمرغي څه بانکې چک نه دی، چې له کوم بانک نه به یې تر لاسه کړي،او نه کوم څاروی دی چې په میله کې وپلورل شي، او نه خو کومه خوشبو ده چې په یو څو روپو به له عطار څخه ترلاسه شي، بلکې نیکمرغي خپله له ایمان او دین څخه راوتلی شی دی، زړه د الله تعالی ځای دی او کله چې زړه پر الله تعالی ډاډمـــن وي،نو بیا پکې دنیکمرغۍ چینې راخوټیږي، شیخ الاسلام ابن تیمیه(رح) نه کورنۍ درلوده اونه کور، نه یې مال درلوده اونه منصب، دبنو امیه دجمات ترڅنګ یې يوه خټینه کوټه وه په هغې کې به اوسیده،او پر یوه مړۍ ډوډۍ به یې ورځ بیګا کوله، یوازې دوه جوړه جامې یې درلودې او زیاتره وخت به په جمات کې بیده کیده، دی وایې: زما جنت زما په سینه کې دی، زما وژل کیدل زما له پاره شهادت دی او بندي کیدل مې خلوت دی،جلا وطني راته سیاحت دی!!!، داخبره یې دایمان پرمټ کولې ،ځکه په زړه کې یې دایمان د بوټي ريښې کلکې شوې وې، او مونږ! ؟ مونږ په موټرو او ښکلو ماڼیو کې نیکمرغي پلټو، په داسې حال کې چې دغه ټولې اسانتیاوي د اندېښنو او رنجونو زیرمې دي، که یوه لحظه دنړۍ ستر مصلح حضرت محمد صل الله علیه وسلم زندګۍ ته وګورو، چې هغه څمره د غریبۍ ژوند درلود، خو سره له دې هم ژوند یې په داسې نیکمرغیو کې تیر کړل چې یو الله پاک پرې ښه خبر دی، دامام ترمیذي په یو روایت کې راځي چې رسول الله صل الله علیه وسلم وایې، 《که څوک په بدن روغ او د یوې ورځې روزي ولري، نو داسې دې وګڼي چې د ټولې نړۍ سامان آلات او اسباب له ده سره دي》، همدغه دانسان لپاره نیکمرغي ده، او همدغه ورته سلامتي ده، دچاچې وروستۍ موخه له الله تعالی پرته بل څه وي،نو دداسې کسانو ګټي به همیشه په تاوان بدلې شي، هره خوښي به یې په غم او نیکمرغي به یې په بدمرغي واوړي،په کږو وږو لارو چې څوک درومې هغه له سپیڅلې اسلامي شریعت سره د سره سمون نه خوري اونه په هغي سره څوک نیـــکمرغه کیدلی شی، زیات شمیر خلک هم شته چې دنیا او اخرت یې دواړه له لاسه وتلې دي،او ګمان کوي چې ګوندې په ښه لاره روان دي،خو هیڅ ډول نیکمرغي یې په دي لاره په برخه نشوه، او لامل یې هماغه د نبوي منهج څخه سر غړونه ده،چې د دنیا او اخرت د نبکمرغۍ تضمین کوي، نیکمرغي لاسته راوړل، بری او نیمرغي لاسته راوړل یو ډول نښې او علامې لري،چې په تعقیبولو سره یې انسان دبري پړاو ته رسېږي، * څومره چې دیو انسان په علم او پوهه کې زیادت او پراختیا منځته راځي،په هغه کې د تواضع او مهربانۍ صفت پیاوړی کېږي او خپل وزن او ارزښــت زیاتوي، * څومره چې د علم په نسبت دانسان عمل زیاتېږي، په هغه کې له الله تعالی څخه د ویرې او رجا ماده پیاوړې کېږي او دخپل ځان مراقبې او محاسبې ته چمتو کېږي، * څومره یې چې عمر زیاتېږي، حرص یې کمېږي او په علم الیقین سره په دې خبره باوري کېږي،چې منتهی ته نېږدې او دمرګ په وادۍ کې به سقوط کوي، * څومره یې چې مال زیاتېږي هغومره یې سخا هم ورسره زیاتېیږي،دغه ډول خلک نیکمرغه او دالله تعالی عیال او هغه ته محبوب خلک وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button