په نوې ساینسي طریقه د خوراکي توکو پاکوالی

لیکنه : لاروی
ساینسپوهانو د خوراکي توکو او نورو د اړتیا وړ اجناسو د پاکوالي لپاره نوې طریقه غوره کړې ده چې د الټراساونډ د شعاع په وسېله هغه اجناس او خوراکي توکي چې په صابون او نورو کېماوي موادو پاکېږي لس چنده غوره ګرځول شوېده.
د برتانیې د روغتیا د چارو ماهرینو د خوراکي توکو د پاکوالي لپاره د آسټریف په نامه یوه آله جوړه کړې ده چې د الټراساونډ په څېر په شعاع خوراکي توکې او نور د اړتیا وړ اجناس پاکوي.
په راپور کې ویل شوي دي چې د دې آلې د شعاع په وسېله د دقیقو وخت په ثانیو بدل شوی او د صابون پر ځای د شعاع څخه په اسانۍ سره کار اخېستل کیږي.
په خوراکي توکو او مېوو کې د نورو مېوو پاکوالی په ګرمو اوبو سره په اسانۍ کېدی شي خو د ځمکني توتانو چې سټاپري هم ورته ویل کېږي پاکوالی یې زیات وخت نېسي د لندن د روغتیا څانګې ماهرینو د ځمکني توتانو په پاکوالي دا آله ازمایلې او د دقېقو پاکوالی یې ثانیو ته راوستی دی چې دا آله به د ۲۰۱۷ کال پورې په ټوله نړۍ کې د خلکو لاسونو ته ورسېږي.



