سرتاج عزیز: نه پر طالبانو او نه هم پر افغان حکومت د سولې شرایط منلی شي

کابل ټکی کام ۲۰حمل/۱۳۹۵، هلال خاورې
د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي، چې پاکستان نه پر طالبانو او نه هم پر افغان حکومت د سولې شرایط منلی شي.
سرتاج عزیز د خپلو څرګندونو پر مهال وویل، چې راتلونکی پسرلی به هم په افغانستان کې جګړه دوام لري.
د ښاغلي عزیز له څرګندونو داسې جوتیږي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې نه شي کېدلی.
سرتاج عزیز وویل، چې پاکستان د افغان سولې په اړه د مثبت رول د لوبولو لپاره ګامونه پورته کوي.
مګر د پاکستان پلازمینه اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال پرون د سرتاج عزیز په حضور کې وویل، چې د سولې د پروسې په اړه د هڅو د نه کولو له کبله دواړه هېوادونه ملامت دي.
زاخېلوال همدا راز وویل، چې د سولې د پروسې په اړه ستر خنډ د افغانستان او پاکستان ترمنځ بې اعتمادي او پر یو بل باندې شک لرل دي.
د یادولو ده، پاکستان له افغانستان سره ژمنه کړې وه، چې طالبان به مخامخ سولې خبرو ته کېنوي، خو مګر طالبانو رد کړه، او د سولې په خبرو کې یې د نه ګډون اعلان وکړ، او پاکستان د طالبانو پر حاضرولو ونه توانېدو.



