ولایتي شورا: د روزګان ولایت څلور ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي

کابل ټکی کام ۲۰حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د روزګان ولایت د ولایتي شورا غړي وايي، چې له څو اونیو راهیسې د دغه ولایت مرکز ترېنکوټ ته د څلورو ولسوالیو غځېدلې لارې تړل شوي دي، چې له کبله یې په دغه ولسوالیو کې طالبانو فعالیت پيدا کړی دی.
د روزګان د ولایتي شورا غړیو دغه ولسوالۍ (دهراوود، خاص روزګان، چهارچینو او ګېزاب) یادې کړې.
د روزګان ولایتي شورا همدا راز مرکزي دولت ته خبردارۍ ورکړ، که یې دغه ولسوالیو ته توجه ونه کړه، نو ډېر ژر زبه د طالبانو لاسته ولویږي.
د روزګان ولایت د ولایتي شورا رئیس عبدالکریم خادمزی وايي:
«په روزګان ولایت کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې په زیاتېدو دی، او د خاص روزګان ولسوالۍ لاره نږدې یو کال کیږي، چې تړل شوې ده، همدا راز د شهید اساس ولسوالۍ لاره او د دهراوود ولسوالۍ لارې نږدې درې میاشتې کیږي، چې تړل شوي دي.»
د روزګان د ولایتي شورا یوه غړي نادري وویل، چې د شهید اساس، خاص روزګان، چنارتو، دهراوود او ګېزاب ولسوالۍ د امنیتي مشکلاتو سره مخ دي.
ده وویل، چې ملي اردو او پولیس جګړه کوي، او د طالبانو له لورې محاصره کیږي، او بیا وروسته عقب نشیني کوي.
په ورته وخت کې د دغه ولایت امنیتي سرچینو ویلي دي، چې په دغه ولایت کې ناامني ورځ تر بلې په زیاتېدو ده.
پولیس وایي، چې روزګان ولایت ته له زابل او هلمند ولایتونو څخه طالبان د جګړې په موخه راغلي دي، او غواړي چې دغو ولسوالیو ته سقوط ورکړي.
د یادولو ده، چې پسرلني عملیاتو ته طالبانو ځانګړي ځواکونه ګمارلي دي، او ځانګړې روزنه یې ورکړې ده، او په نظر کې لري، چې دا ځل ولایتونو ته سقوط ورکړي.



