
ږیره پرېږدئ، ګڼې ګټې لري!
کابل ټکی کام ۲۱حمل/۱۳۹۵، ډاکټر بلقیس وردګ
لکه څرنګه چې ټولو ته ښه معلومه ده، هر هغه څه چې اسلام پرې امر کړی دی، هغه د اسلام د امر د پر ځای کولو تر څنګ ګڼې طبي او نورې ګټې لري.
ږیره هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه ده، او همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم، صحابه وو، تابعینو، مجتهدینو او زمونږ اسلافو یې د پرېښودلو په اړه جدي لارښوونې کړي دي.
ږیره چې د اسلام له نظره واجب بلل شوې ده، له نورو کریمونو او دوایانو څخه د مخ تر ټولو ستره ښکلا ده.
طب پوهانو د ږیرې د پرېښودو ګڼې ګټې ښودلي دي، چې ځينې یې په لاندې ډول دي.
*د مخ پوستکی مو له ګونځو او ژر زړېدلو څخه ژغوري.
*ږیره مو همدا شان د لمر د الټرا ویولېټ مضرو وړانګو څخه ساتي.
طب پوهان وایي، چې د لمر د الټرا ویلویټ وړانګې سرطان پېښوي.
*ږیره د مخ د هغو غوړو ساتنه کوي، چې د مخ پوستکی مرطوب ساتي.
*ږیره مو د غاړې او د زنې شاوخوا د تودوخې درجه برابره ساتي، طب پوهان وايي، د دغې تودوخې په ساتلو سره انسان له یو شمېر ناروغیو خاصتاً له زکام او ټوخي څخه ساتي.
*طب پوهان په دې نظر دي، که ږیره پاکه او منظمه وي، نو انسان جذاب او پیاوړی ښکاري.
*ږیره د زړو کسانو سره د ساه بندۍ په ناروغیو کې ښه مرسته کوي.
*د ژمي په موسم کې مو له چاودو څخه ساتي، او په نرموالي کې درسره ښه مرسته کوي.
*جنسي قوه مو پياوړې کوي.
د یادولو ده، که ږیره پاکه او منظمه وساتل شي، د خلکو په وړاندې د ښه ښکارېدو تر څنګ طب پوهان یې د ږیرې سره شرط بولي.



