جان کیري د اولس وژنې بل پلان سره کابل ته راغلی دی

تبصره : انجینر زرغون

امریکا چې افغاني چارواکو ته په یوه مرګوني پلان ورکولو د مرګ او ژوبلې وروسته ناکامه شي بل پلان له ځانه سره راوړي پر هغې هم افغان اولس یا په دولت، یا په بهرنیو او یا په خپلو کې سره ووژني، بیا وروسته د حکومتولۍ له اختلافه ډک پلان ورکړي په هغې د دولتي بې واکه واکمنو ترمنځ په خپلو کې او د اولس سره د کرکې او نفرت فاصلې زیاتې کړي.

 د اربکیانو د پلان وروسته چې کاملا ناکام او د اولس د کرکې او نفرت سبب شو اولس ترې بې زاره شو جان کیري د افغان اولس د وژنې یو بل پلان په موټي کې نیولی او په کابل کې یې د خپل لاس جوړ شوي حکومت ته سپاري جان کیري پدې پوه شو چې نوره اولس وژنه دوام نلري.

 د داعش او اربکیانو په نامه تر څه وخته وژنې وشوې خو اولس په حقیقت موندنې سره نور پوه شو، جګړې ورو ورو سوړوالی پیدا کړ، افغانستان ته د داعش رالیږل شوي پلان د عراق او سوریې په څېر عمل ونه کړای شو.

جان کیري د اولس په خپلو کې د وژنې یو بل پلان په موټي کې لري او هغه اولس د طالبانو په مقابل کې وسلوال کوي ټول اولس ته وسلې ورکوي چې د خپل ځان دفاع وکړي پدې نامه په اولسي وګړو کې د داعش ډله په بل رنګ او څېره د طالبانو په خلاف رامنځته کوي چې په ښکاره ډول به داعش د طالبانو پر خلاف د یوه لورې او په پټه توګه په اولس په اولسي رنګ خو په حقیقت کې د داعش سره د همکارۍ په غرض له بل لورې د طالب خلاف جګړی ته دوام ورکړي،  اولس به په نوي رنګ او نوې څېرې په یو اوبل ووژني، حال دا چې طالب، اولس او اولس، طالب دی اولس هم له بهرنیو کرکه لري هر ډول مخالفت یې کوي او طالب هم د اولس له منځه راپورته شوی دی او پر خلاف یې وسلوال جهاد پیل کړی دی.

تېره دوشنبه چې په هلمند ولایت کې افغان ځواکونو ته بې پیلوټه الوتکی د عملیاتو په غرض وسپارل شوې  په هوایي ځواک کې ورته د بې پیلوټه الوتکو واک ورکړل شو، اوس نو د امریکا اساسي غرض پوره شو او هغه دا چې افغان اولس یې په مځکه او هوا کې په خپلو کی په جګړه بوخت کړ.

جان کیري به دفاع وزارت ته نوی په موټي کې راوړل شوی پلان ورکړي ورته به ووايي چې اولس دې د سېمه ېېزو پولېسو په څېر په وسله سمبال او د پولیسو په لېکو کی منظم کړل شي بېا د طالب وسلوالو مقابله کولای شي، حال دا چې طالبانو د اولس په زړه کې ځای نیولی دی همدا اوس په بدخشان کې طالبانو د جرم اولسوالۍ د اوسیدونکو دا غوښتنې چی ټول بدخشان دې مکتبونو ته خپل اولادونه ولېږي نو سملاسي نوی تعلیمي کال پیل شو، طالبان د بدخشان په ولایت کې د ټول هیواد د نوي تعلیمي کال د پېل زنګ وواهه نو ځکه اوس اولس د داعش او امریکا پر خلاف د طالبانو سره ولاړ دی جان کیري به په نوي راوړي پلان کې هم ناکام شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button