
امریکا په ترکیه کې خپلو اتباعو ته ویلي، چې په توریستي سیمو کې دې تګ راتګ محدود کړي
کابل ټکی کام ۲۲حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
په ترکیه کې د امریکا سفارت پرون شنبه خپلو اتباعو ته خبردارى ورکړى، چې د دغه هېواد پلازمینه انقره او انټالیا کې دې تګ راتګ محدود کړي.
امریکا خپلو اتباعو ته ویلي دي، چې د ترکیې په توریستي سیمو کې د بریدونو امکان شته.
باید ووایو، چې په ترکیه کې د امریکا اتباعو ته خبردارۍ داسې مهال ورکول کیږي، چې په دې وروستیو کې ترکیه د سختو خونړیو بریدونو شاهده وه.
د یادولو ده، چې د ترکیې پوځیان د امریکا په مشرۍ د داعش ډلې پر خلاف په سوریه او عراق کې پراخ حضور لري، او همدا راز په ترکیه کې له کردانو سره هم په جګړو کې ښکېل دي.



