فلپاین: د ابو سیاف ډلې او د پوځیانو ترمنځ جګړه کې لږ تر لږه ۶۸ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام ۲۲حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د فلپاین پوځ نن رسنیو ته ویلي دي، چې د دغه هېواد د بېزیلان په جنوب ختیځ کې د دوی او د ابوسیاف ډلې ترمنځ د لسو ساعتونو په اوږدو کې سخته جګړه شوې ده.
د فلپاین د پوځ ویاند ویلي دي، چې په دغه جګړه کې ۱۸ عسکر وژل شوي، او له ۵۰ څخه زیات نور ټپيان دي.
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې د ابو سیاف ډلې ۵ جنګیالي هم وژل شوي، او له ۲۰ څخه زیات نور ټپیان دي.
د فلپاین ورځپانې (انکوایرر) ورځپاڼې هم د وژل شویو عسکرو یاده شمېره تأیید کړې ده، او ویلي یې دي، چې له څلورو عسکرو څخه سرونه پرې شوي دي.
دغه جهادي ډله چې په کال ۱۹۹۱ میلادي کې د القاعده تنظیم په مالي مرسته جوړه شوې ده، ملګرو ملتونو، اسټرالیا، ملېشیا، فلپاین، کېنډیا، اندونیشیا، متحده عرب امارات، برطانیې او امریکا د ترهګرو ډلو په لست کې راوستې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button