ایراني سرحدي ځواکونو درې افغانان وژلي دي

کابل ټکی کام ۲۲حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د هرات سیمه ییزو چارواکو ویلي دي، چې له ایران سره په ګډه پوله ایراني ځواکونو پر افغانانو ډزې کړي دي، چې درې افغانان یې ځای پر ځای وژلي، او څلور نور ټپيان دي.
چارواکو ویلي دي، چې وژل شوي کسان د دغه ولایت د کوهسان ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
دوی ژمنه کړې ده، چې د وژل شویو افغانانو جسدونه به خپلو کورنیو ته وسپاري.
د هرات د والي ویاند جیلاني برهاد رسنیو ته د دغې پېښې پخلی کړی دی، او ویلي یې دي، چې دوی څو ځله د ایران له قونسلګرۍ سره د دا ډول پېښو په اړه اړیکه نیولې ده، خو سره له دې بیا هم دا ډول پېښې ترسره کیږي.
یو شمېر رسنۍ وايي، چې ایراني ځواکونو هغه مهال دغه افغانان ووژل، کله چې په غیر قانوني توګه له پولې ها غاړه ايران ته د اوښتلو هڅه کوله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button