په هېواد کې د اقتصادي او فرهنګي همکاریو په نامه د بدلون اندېښنې

(سرلیکنه)

امرېکا او ورسره د ناټو ملګرو هېوادونو خو پر افغانستان بربنډ پوځي یرغل کړي دي چې د نورو یرغلګرو په څېر یې د هېواد هر څه تباه او د خپل کنټرول لاندې راوستي دي چې نه یوازې د هېواد په خاوره نه بلکې په اسمان هم د امرېکا د هوایې پوځ واک او کنټرول دی لکه څرنګه چې په ځمکه افغان پوځ په خپل سر او قوت عملیات نشي کولای او نه د عملیاتو مالي او فېزېکي توان لري دا ډول نو تر اوسه پورې په هوایي ځواک کې هم د عملیاتو او یا خپل قوت توان ندی پېدا کړی خو امرېکا علاوه پر دې چې له ۲۰۱۴ وروسته یې پوځې ماموریت پای ته ورسید، او اوس ورو ورو له افغانستان نه خپل سرماتي او غاښ ماتي پوځیان باسې ېو شمېر نورو هېوادونو د اقتصادي او فرهنګي همکارېو په نامه لاسونه راوږده کړیدي او د خپلو خپلو اکمالاتي بانډونو سره صلاح مشورې کوي.

تقریبا د درې کالو راهېسې په کابل پلازمینې او ېو شمېر ولایاتو کې لکه بلخ، کندهار، هرات او ننګرهار کې په لوړو پوستونو کار کوونکو کمونستانو د خپلې د کمونستې نظریې د پلویانو تر منځ غونډې روانې دي چې څرنګه د ملي یووالې د حکومت په ناڅاپي بدلون کې یا په خپل ځای پاتې شي او یا نورو لوړو پوستونو ته هم ځان ورسوي.

د دې کمونستانو د غونډو په اړه چې درې میاشتې دمخه یې یوه پټه غونډه وکړه دا یې شپږمه غونډه وه چې لا هم دوام لري او اوس یې د بېا د راولاړ شوي حکومت سره غوږونه نږدې کړي دي که بېا په افغانستان کې کمونستان په خپل حکومت جوړولو ونه توانېږي د یو بل حکومت په چوکاټ کې باېد ټول کمونیستي کورني غړي په غوړو پوستونو وګمارل شي.

د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر تېره ورځ دلته په کابل پلازمېنه کې په افغانستان کې د روسې سفیر الکساندر ماننتیسکي سره وکتل چې دواړو روسي سفیر او اتمر د روسیې لخوا یو ځل بېا په هېواد کې د اقتصادي پیاوړتېا لپاره سره مشورې وکړې. او په خپله لېدنه کې یې د هېواد په نظام کې د خپلې ونډې په یادښت ټینګار وکړ.

د بلې خوا نه ایران د تېرو کلونو د فرهنګي یرغل دوام او زیاتوالي په موخه د ایران په کرمان ښار کې د ایراني او افغاني محصلینو د ګډ دسترخوان په نامه غونډه وکړه چې د اجرایي ریاست مرستېال محمد محقق پکې ګډون وکړ.

محمد محقق د افغان حکومت په استازیتوب له تهران سره په راتلونکې کې د فرهنګي همکارۍ په نامه د لاس لیک ژمنه وکړه چې د بامېانو او هزاره میشتو سېمو علاوه به د هېواد په نورو ولایاتو کې هم ایران خپل فرهنګي همکاري (مداخلې) ته دوام ورکړي چې د دې نوي بدلون له امله اندېښنې نورې هم زیاتې شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button