
د پارلمان غړی نظیر احمد د یوې خبریالې سره د سخت چلند له کبله تر سختو نیوکو لاندې راغلی
کابل ټکی کام ۲۲حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې ده، چې د پارلمان غړی قاضي نظیر احمد حنفي په یوه کوټه کې له یوې خبریالې سره ناست دی، چې شاوخوا یې دیني کتابونه لیدل کیږي.
په ویډیو کې خبریاله له نظیر احمد څخه د زنا په اړه پوښتنه کوي، خو نوموړی په دغه پوښتنه سخت غوسه کیږي.
په ویډیو کې د خبریالې او نظیر احمد حنفي ترمنځ په لاندې توګه پوښتنې او ځوابونه مطرح شوي دي.
خبریاله: که چیرې یو خاوند پر خپله مېرمن جنسي تېری وکړي، نو ایا دا به په کورنۍ کې تاوترېخوالی راپیدا کوي؟ ایا په دې صورت کې خاوند د جزاء مستحق دی، او که مېرمن یې؟
نظیر احمد: یو ستاسې زنا ده، یو دلته اسلام مونږ ته وایي.
په ویډیو کې ښکاري چې نظیر احمد خبریالې ته وایي، «بس کړه!»
نظیر احمد خبریالې ته د دغه ځواب په ورکولو سره له خبریالې بل اړخ ته مخ اړوي، او ښایي چې بل چا ته وایي: «زه باید تا یوه افغان ته ورکړم، چې پوزه دې پرې کړي.»
دغه ویډیو چې کله په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه، نو پر فیسبوک ټولنیزه رسنۍ کې نوموړی د سختو نیوکو لاندې راغلی دی.
مګر خپله قاضي نظیر احمد ازادي راډیو ته وویل، چې ښایي په ویډیو کې لاسوهنه شوي وي.



