
تاسو شیطان پیژنئ ؟؟؟ ( څلورمه برخه)
لیکنه: ابو اقبال ( کان الله له )
ابن اسحاق ویلي : کله چي دقریشو مشرکینو ولیدل ، چي د الله تعالی د ګران رسول صلی الله علیه وسلم ټولۍ ، ملګري ، له دوی نه سیوا له نورو هیوادونو څخه تشکیليږ ي او د ایې هم ولیدل چي د ګران رسول صلی الله علیه وسلم اصحابوله دوی ( مکې ) نه هجرت پيل کړ ، دپنا ځای ورته پیداشوی دی ، د دوی ( صحابه کرامو ) لمنه نوره هم پراخه شوه ، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په هجرت کولو وبيرېدل – دوی ( مشرکین ) پوه شول چي رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل صحابه کرام رضی الله عنهم د جګړې لپاره یوځای کوي ، تر څو چي پر دوی ( مشرکینو ) حمله وکړي .
نو مشرکین هم په دار ندوه کښي سره ټول شول ، دار ندوه هغه دار دی ،چي قصی بن کلاب جوړ کړی وو، قریشو به د خپلو ټولو مشکلات د حل اوفصل لپاره په همدغه دار ندوه کښي خپلې پرېکړې کولې ، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پرېکړې کولو په غرض په نوموړي دار کښي سره ټول شول ، چي نور نو حوصله ختمه شوه ، باید د رسول صلی الله علیه وسلم په باره کښي داسي امر صادر کړو ، چي هغه زموږ لپاره وروستۍ غوڅه پرېکړه وي .
ابن اسحاق لیکي : چي ماته هغه کس له ابن عباس رضی الله عنه څخه بیان وکړ ، چي زه پر هغه ښه باور لرم ، ده رضی الله عنه ویلي : چي کله دوی ( مشرکین ) سره را ټول شول ، وعده یې سره وکړه ، چي پلانۍ ورځ به دده صلی الله علیه وسلم په باره کښي په دار ندوه کښي مشوره کوي ، نو په همدغه ټاکل یې شوې ورځ سهار وختي سره جمع شول ، ددغې ورځې نوم یې » یوم الرحمه» کښيښود ، ابلیس علیه اللعنت د یو جلیل القدر مشر په بڼه د در وازې ویوه لور ته ودریده .
مشرکینو چي کله ولیدل ، نو پوښتنه یې وکړه چي دا شیخ څوک ، له کومه ځایه راغلی دی ؟ .
شیخ وویل : چي زه له نجده څخه راغلی یم ، تا سي چي د کوم شي لپاره سره ټول شوې یاست زه هم خبر شوم ، نو ځکه زه هم حاضر شوم، چي ستاسي پرېکړه پخپلو غوږو واورم ، کیدلای شي چي زه هم تاسي ته ښه رایه در کړم ، او زه ستاسي له نيک خواهانو څخه يم .
دوی ( مشرکینو ) وویل : هو ! راځه را ننوزه ، نو دی هم راغی .
په دغه وخت کښي په دار ندوه کښي دقریشو سرداران ټول حاضر وو ، له بني عبدشمس قبیلې نه عتبة بن ربیعة او شيبة بن ربیعة او ابو سفیان بن حرب وو .
له بني نوفل بن عبدمناف قبیلې نه طعیمة بن عدي ، جبیر بن مطعم او حارث بن عمرو بن نوفل وو .
له بني عبد الدار بن قصی قبیلې نه نضر بن الحارث بن کلدة وو .
له بني اسدبن عبدالعزی قبیلې نه ابو البختري بن هشام ، زمعة بن الاسود او حکیم بن حزام وو .
له بنی مخزوم قبیلې نه ابو جهل بن هشام .
له بني سهم قبیلې نه نبیه ، منبه د الحجاج زامن وو .
له بني جمح قبیلې نه امیة بن خلف وو او داسي نور له دوی ( قريشو ) اوله نورو قبیلو څخه .
پدغه جلسه کښي ځینوخلګو ونورو ته مخ ورواړاوو ، چي دغه سړی ( د الله تعالی ګران رسول صلی الله علیه وسلم ) خو تاسي ولید ، دده کړه وړمو هم ټول تر سترګو تیر شول ، اوس نوقسم په الله که نور نو موږ دده له حملې او تیري څخه روغ پاته سو .
نو اوس خپله مشوره وکړئ ، بالآخره مشوره شروع شوه ، یو ه وویل : چي دغه سړی ( د الله تعالی ګران رسول صلی الله علیه وسلم ) بندي کړئ ،لاسو اوپښوته یې ولچک او ځولنې ور واچوئ ، دروازه ور پسي وتړئ ، دده انجام به هم داسي شي لکه د هغو پخوانو شاعرانو لکه زهیر او نابغة کوم چي له ده نه وړاندي په بند کښي مړه شول ، ترڅو چي دی ( د الله تعالی ګران رسول صلی الله علیه وسلم ) هم دهغو په پله پل کښيږ دي .
نجدي شیخ ( ابلیس ) وویل : قسم په الله که دغه رایه تاسي ته هیڅ ګټه وکړي ؛ قسم په الله کچیرته دی ( د الله تعالی ګران رسول صلی الله علیه وسلم ) بندي هم کړئ لکه څنګه چي صاحب الرایه تجویز وکړ ، نو دده صلی الله علیه وسلم خبره به د دروازې تر دړ زو چي تاسي تړلې هم ده ووزي، دده صلی الله علیه وسلم ملګروته به ورسیږي ، هغوی به حمله درباندي وکړي ستاسي له لاسو څخه به دی صلی الله علیه وسلم وباسي ، بیا دده صلی الله علیه وسلم ملګري ډیر شي ، پر تاسي به یې زور بر شي ، دغه رایه ډیر بیخونده ده بله رایې وړاندي کړئ .
بيايې مشوره سره وکړه ، په دوی کښي یوه وویل : موږ دی ( صلی الله علیه وسلم ) له خپله هیواد څخه ورکه وو ، قسم په الله که هیڅ سر ورپسي ورګر زوو ، سي چیرته ولاړی ، چیر اوسي ، چي هسي له موږ څخه ورک شي ، موږ به د خپلو خدایانو په بندګي بیرته له سره پیل وکړو .
نجدي شیخ ( ابلیس ) علیه اللعنه بیا وویل : قسم په الله که دا خو هیڅ رایه وي ، آیا تاسي دده ( صلی الله علیه وسلم ) ښایسته خبرې ، خوږ منطق ، دخلګو د زړونو تسخیر ، چي دی ( صلی الله علیه وسلم ) یې وړاندي کوي نه وینئ ؟ ، قسم په الله کچیري دا کار وکړئ ، نو روغ به پاته نشئ ؛ ځکه چي دی ( صلی الله علیه وسلم ) به د عربو په یوه قبیله واړه وي ، نو پخپلو خبروبه هغه ټول قوم له ځان سره ملګري کړ ي ، وروسته به له ده ( صلی الله علیه وسلم ) سره بیعت وکړي ، په هغو خلګو به تاسي تر پښو لاندي کړي ، بیا به خپل ټول کارونه له لاسه درڅخه ووزي ، وروسته چي دده ( صلی الله علیه وسلم ) خوښه سي هغه چل به درسره وکړي ، بله رایه وړاندي کړئ .
نو ابوجهل بن هشام وویل : چي زه یوه رایه وړاندي کوم قسم په الله تعالی کوم ، چي زما په خیال ستاسي په فکر ، خیال کښي هغه نشته .
دوی وویل دا بیا کومه رایه ده ؟ اې ابو الحکمه ! ، ده زیاته کړه ، هغه دا ده ، چي له هري قبیلې یو تکړه زوره ور ځلمی را وو ایستل شي ، ښه تیره توره په لاس ورکړله شي ، وروسته بیا ده ( صلی الله علیه وسلم ) ته انتظار شي ، کله چي دی ( صلی الله علیه وسلم ) له کوره را ووزي ټول په یوه وار دیوه سړي په شان حمله ورباندي وکړي او ویې وژني ، نو به موږ له ده ( صلی الله علیه وسلم ) څخه خلاص شو ، کچیري دغو ځلمو دا کار وکړ ، د ده ( صلی الله علیه وسلم ) وینې به پر ټولو قبیلو وویشلې شي ، د بنو عبد مناف ( د ر سول الله صلی الله علیه وسلم د قبیلي) به پر ټولو قریشو دجګړې وس ، توان هم نوي ، د ده ( صلی الله علیه وسلم ) په دیت به راضي شي ، دیت موږ ورکړو .
نجدي شیخ ( ابلیس ) علیه اللعنه وویل : خبره همدغه خبره ده ، زما په فکر رایه همدغه غوره رایه ده ، لدینه سوا بلي رای ویلوته اړتیا نشته .
نو قوم قریش په همدغه پرېکړه سره ولاړ شول .
حضرت جبریل علیه السلام د الله تعالی ګران رسول صلی الله علیه وسلم ته راغی ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل : چي نن شپه به پر هغه خپل مخکني ځای خوب نه کوي .
راوي وایې : کله چي ماخستن شو ، شپه شوه ، دوی ( مشرکین ) د الله تعالی د رسول صلی الله علیه وسلم په در وازه کښي سر جمع شول ، دده ( صلی الله علیه وسلم ) د خوب په انتظار وو ، کله چي دی ( صلی الله علیه وسلم ) ویده شي ، دوی به حمله ور باندي وکړي .
د الله تعالي ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم چي کله د دوی په ترصد انتظار پوه شو ، نو حضرت علي رضی الله عنه ته یې وویل : راشه دغه زما پر ځای ویده شه او دغه زما زرغون څادر در باندي خپور کړه .
دوی به تاته هیڅ تکلیف هم نه در ورسوي .
د الله تعالی رسول ( صلی الله علیه وسلم ) به په همدغه څادره کښي بیدیده .
یزید بن زیاد د محمد بن کعب په حواله وایې : چي کله دوی سره راټول شول په دوی کښي ابوجهل بن هشام هم موجود وو، ابوجهل دوی ته په هغه حالت کښي چي دوی په دروازه کښي د ده ( صلی الله علیه وسلم ) دمرګ انتظار کاوو ، وویل : چي محمد ( صلی الله علیه وسلم ) په دي باوردی، چي کچیري تاسي له ده ( صلی الله علیه وسلم ) سره دده ( صلی الله علیه وسلم ) پر دین بیعت وکړئ ، نو تاسي به د عرب ، عجم پاچاهان شئ ، له مرګه وروسته چي بیا را پاڅیږئ ،نو ستاسو لپاره د اردن په شان باغونه دي ، کچیري داسي نه وکړئ ، نو تاسي به حلال کړي ، بیا به له مرګه وروسته ستاسو لپاره د جهنم اور وي، تاسي به ټوله په اور کښي سوځئ .
راوي وایې : په همدغه مهال رسول ( صلی الله علیه وسلم ) له خپله کور را ووتلو په مبارک لاس کښي یې یو موټ خاوره ور واخستله ، بیا یې ورته وویل : چي هو زه دغه وایم ، ته ( ابوجهله ) ! هم له دوی څخه یو نفر یې .
الله تعالی د دوی ( مشرکینو) سترګې پخپله قبضه کښي واخستلې، دی ( صلی الله علیه وسلم ) یې نه لیدی ، د الله تعالی رسول ( صلی الله علیه وسلم ) شروع وکړه، د دوی ( مشرکینو ) پر سرو یې خاورې ور توی کړي په داسي حالت کښي چي دسورة ( یس )اولني آیتونه یې تر ( فهم لایبصرون ) پوري ویل ، له دوی نه داسي سړی پاته نشو، چي ګران رسول ( صلی الله علیه وسلم ) د هغه پر سر خاورې نه وي توی کړ ې .
د الله تعالی ګران رسول ( صلی الله علیه وسلم ) چي چیرته اراده کړېوه، هغه لور ته ولاړ .
دوی ته څوک راغی ورته وویل : دلته څه شي ته انتظار یاست ؟ ، دوی وویل : محمد ( صلی الله علیه وسلم ) ته ، هغه ورته وویل : الله تعالی وشرمه ولاست هغه ( صلی الله علیه وسلم ) ولاړ ، ایاتاسي خپل ځانونه وینئ؟ خبر یاست ، په تاسي یې څه کړي دي ، دوی پر سرو لاسونه تیر کړل ، سرونه یې له خاورو څخه ډک وو .
وروسته دده ( صلی الله علیه وسلم ) دخوب ځای ته راغلو هلته علی رضی الله عنه دده ( صلی الله علیه وسلم ) په څادره پټ وو ، نو دوی وویل چي زموږ خو دا ګمان وو چي پر دغه ځای دی ( صلی الله علیه وسلم ) بیده دی . پدغه واقعه کښي دقرآنکریم دغه کلمات نازل شویدي .
{ وَإِذْ يَمْكُرُ بِك الَّذِينَ كَفَرُوا لِيُثْبِتُوك أَوْيَقْتُلُوك أَوْ يُخْرِجُوك وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللَّهُ وَاَللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ } .
نور بیا ان شاء الله تعالی



