کابل ټکی کام ۲۳حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
په کابل کې د امریکا سفارت خپلو اتباعو ته د خبرداري په یوه پیغام کې ویل شوي دي، چې وسله وال پر سټار هوټل (star hotel) باندې د برید تابیا لري.
دغه پیغام چې نن خپور شوی دی، له خپلو اتباعو یې غوښتي، تر څو سټار هوټل ته تګ راتګ پرېږدي.
په پیغام کې خپلو اتباعو ته حتی دا هم ویل شوي دي، چې نورو هوټلونو ته هم باید د تګ پر مهال زیرک واوسي، خاصتاً چې لویې غونډې ترسره کیږي.
د امریکا سفارت خپلو اتباعو ته داسې مهال خبردارۍ ورکوي، چې نن سهار کابل کې یوې بمي چاودنې دوه کسان ووژل او پنځه نور یې کړل.
د یادولو ده، چې د امریکا سفارت وړاندې هم په کابل کې خپلو اتباعو ته د احتمالي بریدونو خبردارۍ ورکړی وو.


















