کابل ټکی کام ۲۳حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د اسوشېټډ خبري اژانس د خبر پر اساس، د دوبۍ دیني علماوو نوې فتوا صادره کړې ده، چې وای فای د څښتن له اجازې پرته استعمالول نامشروع دي.
دغه فتوا د دوبۍ د اسلامي او خیر ښېګڼې د چارو د څانګې د مفتیانو له لورې ورکړل شوې ده.
دوی دغه فتوا د یوه پوښتونکي د پوښتنې په ځواب کې ورکړې.
اسوشېټډ د خپل خپور کړي خبر په تفصیل کې ویلي دي، چې یوه کس د دغې څانګې له مفتیانو څخه د نورو خلکو د وای فای د کارولو پوښتنه وکړه، هغوی ورته په ځواب کې وویل چې:
«د مالک له اجازې څخه پرته د وای فای استعمالول غیراسلامي عمل دی.»
د یادولو ده، چې ډېری خلک په پټه سره د نورو وای فای خپلو موبایلونو او یا هم کمپیوټرونو ته راکاږي، او پرته له کوم لګښت څخه یې کاروي.


















