د پاکستان سوات کې ناپېژانده وسله والو یو پولیس افسر وژلی

کابل ټکی کام ۲۴حمل/۱۳۹۵، هلال خاورې

د پاکستان د خیبرپښتونخوا په سوات کې نن د ناپېژانده وسله والو له لورې یو پولیس افسر وژل شوی دی.

خبري رسنیو خبر ورکړی دی، چې د سوات د شانګله پار سیمې یو پولیس افسر (ډي اېس پي) محمد الیاس د نا پېژانده وسله والو له لورې د ډزو په مټ وژل شوی دی.

خبرونه وایي، محمد الیاس چې د خپل ساتونکي سره د سوات مرکزي بازار مېنګوري ته راغلی وو، د سبزیو منډيي په سیمه کې وژل شوی دی.

د خبرونو پر اساس چې په پېښه کې ډي اېس پي محمد الیاس وژل شوی، او ساتونکی محمد یوسف یې ټپي شوی دی.

له پېښې څخه وروسته پولیس د پېښې ځای ته ورغلي دي، او د ناپېژانده وسله والو د لټون په موخه یې عملیات پيل کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button