د روسیې دفاع وزارت: سوریه کې د روسیې د وسله وال پوځ یوه جنګي چورلکه غورځېدلې

کابل ټکی کام ۲۴حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړی دی، په سوریه کې د دوی د وسله وال پوځ یوه جنګي چورلکه غورځېدلې ده، چې دوه پیلوټان پکې وژل شوي دي.

د روسيې د دفاع وزارت د دفتر له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دغه چورلکه د سه شنبې په شپه د سوریې په حمص ښار کې غورځېدلې ده.

په اعلامیه کې دغه چورلکه Mi-28N ډوله یاده شوې ده.

اعلامیې لیکلي دي، چې چورلکه په ډزو ویشتل شوې ده، چې وروسته یې اور واخیست، او وغورځېدله.

«د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې دوه پيلوټان وژل شوي دي، چې جسدونه یې په هوايي ډګر کې اېښودل شوي دي.»

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button