کابل ټکی کام فرید احمد
د امریکا او هندوستان د دفاع وزارتونو موافقه کړې ده چې د بحري امنیت په اړه به یو له بل سره همکاري زیاتوي.
د رویټرز خبري اژانس له قوله چې پرون دا خبرې د دواړو ملکونو دفوځي مشرانو ترمینځ په نوي ډيلي کې ترسره شوې.
د هندوستان د دفاع وزارت وزیر له خپل سیال سره له خبرو وروسته وویل چې د دواړو ملکونو ترمینځ د همکارۍ زیاتوالۍ د دواړو په ګټه دی.
د یادولو ده چې د امریکا د دفاع وزیر هندوستان ته په درې ورځني سفر تللی دی.


















