کابل ټک یکام ۲۵حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له بغلان ولایت څخه خبري منابع وايي، چې د دغه ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند د نورزیو په سیمه کې نن سهار ۴ بجې د طالبانو له خوا عملیات پیل شول، چې هدف یې د اربکیانو مرکزونه وو.
خبرونه وايي، دغه عملیات چې اوس هم په شدت سره روان دي، تراوسه پورې طالبانو د اربکیانو ۳ مهم مرکزونه نیولي دي، ۳ اربکیان یې وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.
د خبرونو پر اساس چې په دغو عملیاتو کې طالبان خورا قوي ښکاري، او افغان ځواکونو خپل مورال له لاسه ورکړی دی.
د بغلان ولایت څخه ورکړل شوي خبرونه وايي، چې افغان ځواکونه په پرلپسې توګه سیمې پرېږدي، او په تېښته ځي.
طالبانو هم په خپله خبرپاڼه کې د دغو عملیاتو پخلی کړی دی، او ویلي یې دي، چې جنګیالي یې دا مهال د کابل-مزار لوی لاري ته رسېدلي دي، او د پرمختګ په حال کې دي.


















