کابل ټکی کام ۲۹حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د بادغیس د ولایتي شورا غړي محمد فرید اخي زي رسنیو ته وویل، چې د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ په سنګ آتش سیمه کې د سېلاب له امله یو موټر چپه شوی، چې له کبله یې ۱۲ مسافرین وژل شوي دي.
نوموړي وویل، دغه پېښه چې تېره ورځ مازدیګر مهال رامنځته شوې ده، تراوسه پورې پکې د وژل شویو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی.
ده زیاته کړه، چې دغو کسانو د موټر تر چپه کېدو وړاندې د سنګ اتش په بازار کې ډوډۍ خوړلې وه، خلکو ته یې د خپل سفر موخه د بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ ته د کوکنارو نېښ وهل ښودلې وه.
وژل شوي کسان چې د بادغیس ولایتي روغتون ته وړل شوي دي، د دغه روغتون سرطبیب ډاکټر عبداللطیف وايي، چې په وژل شویو کسانو ۶ د هرات ولایت اوسېدونکي دي.
نوموړي همدا راز وویل، چې تراوسه پورې د نورو وژل شویو هویت نه دی معلوم شوی.
نوموړي زیاته کړه، دغه مړي به تر هغو په روغتون کې وي، تر څو خپلوان یې پرې خبر شي، او ورویې لېږدوي.
د یادولو ده، تېره ورځ د سمنګان ولایت په دره صوف پایین او حضرت سلطان ولسوالیو کې هم سېلابونو ۵ کسان وړي وو، او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې زیانمنه کړې وه.















