لمونځ څرنګه اداء کړم؟ (نهمه برخه)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
د آذان او اقامت بيان
د اذان معنا څه ده
پوښتنه : د اذان معنی څه ده؟
ځواب : داذان معنی خبرول دي، مګر په شريعت کې د خاصو لمنځونو لپاره په خاصو الفاظو سره خبر ورکولو ته اذان ويل کيږي ([1] ).
په جومات کې دننه په لوډ سپيکر کې اذان کول
پوښتنه : په يوه کليوال جومات کې لوډ سپيکر په جومات کې دننه د لومړي صف په چپ لوري کې په المارۍ کې ايښودل شوى وي او د هغه اړوند برقي تارونه په مستقل ډول په ديوال کې لګول شوي وي، دا يوازې د هغه د ساتنې لپاره وي، ځکه چې د غلا کولو انديښنه يې وي، له همدې امله په موجوده صورت کې په جومات کې دننه د لومړي صف پر ځاى باندې د دريدلو په حالت کې اذان کولاى شي، په دې باندې د يو شمير خلکو دا اعتراض دى چې په جومات کې دننه اذان کول مکروه دي، لهذا د حنفي فقهې له مخې په داسې صورتحال کې په جومات کې دننه اذان کول څنګه دي؟.
ځواب : په جومات کې دننه د اذان کولو د مکروه والي لامل دا دى چې له هغه ځاى څخه تر ليرې آواز نه رسيژي په کوم سره چې د اذان مقصد په پوره ډول نه حاصليژي، له همدې امله په لوړ ځاى باندې اذان کول مستحب دي تر څو چې ترليرې پورې آواز ورسيژي، اذان په خپل ذات کې داسې شى نه دى کوم چې د جومات د احترام خلاف دى، د اذان آواز د لوډ سپيکر په ذريعه تر ليرې پورې رسيژي او مقصد په پوره ډول حاصليژي، البته لوډ سپيکر کله خراب وي يا خراب آواز په وحشت ناک ډول وباسي، له همدې امله يې که انتظام يې د باندې وشي نو ښه دى، د قلف او بل څه په ذريعه دې د هغه ساتنه وکړى شي، له جومات پرته په حجره يا وغيره کې کيښودل شي ([2]).
اذان فرض دى که سنت
پوښتنه : اذان فرض دی که سنت؟
ځواب : اذان سنت دی، مګر دا چې په دې سره د اسلام يو خاص شان ظاهريږي نو له دې وجهې پرې ډير تاکيد راغلی ([3]).
د غير مسلمو په کلي کې د اذان کولو حکم
پوښتنه : په کوم کلي کې چې جومات نه وي او د اذان آواز نه راځي، همدا ډول په همدغه کلي کې غير مسلم خلک زيات وي، آيا د اذان له کولو پرته لمونځ کيژي او که نه؟.
ځواب : که چيرته په ډير لوړ آواز د اذان په کولو قدرت نلري نو په کرار (سوکه) آواز سره دې اذان وکړى شي، اذان سنت دى، لمونځ له اذان پرته هم صحي کيژي، البته ترک د سنتو راځي ([4]).
د کومو لمنځونو لپاره اذان کول سنت دي
پوښتنه : د کومو لمنځونو لپاره اذان کول سنت دي؟
ځواب : د پنځه وخته فرض لمنځونو لپاره او همدا شان د جمعې لمانځه لپاره سنت دی ([5]).
په نژدې نژدې دوو جوماتونو کې اذان کول
پوښتنه : دوه جوماتونه سره نزدې نژدې دي، د يوه جومات اذان په هغه بل جومات کې اوريدل کيژي، آيا په يوه جومات کې يې کول کافي دي او که نه؟ که چيرته کافي نه وي نو د دويم جومات اوسيدونکي په کوم کې چې اذان نه کيژي ګنهګار دي او که نه؟.
ځواب : په دواړو جوماتونو کې جلا جلا اذان کول سنت دي، يوازې په يوه باندې اکتفاء کول د سنت خلاف دى، کوم خلک چې داسې کوي هغوى د سنتو پريښودونکي دي ([6]).
اذان کول څه وخت پکار دي
پوښتنه : اذان څه وخت کول پکار دي؟
ځواب : د هر فرض لمانځه د وخت له داخليدلو وروسته د هغه لمانځه لپاره يې کول پکار دي، که د وخت له داخليدلو څخه دمخه وکړل شي چې وخت را داخل شي نو دوباره يې بيا کول پکار دي ([7]).
د بلا او وبا دفع کولو لپاره اذان کول
پوښتنه : په يو شمير ځايونو کې د بخار، مليريا او نورو شيانو عام شکايت وي، لهذا د کومې بلا يا ناروغۍ د دفع کولو لپاره که يو شمير خلک په جومات کې سره را يو ځاى شي او جلا جلا اذانونه کوي ايا دا شرعا روا دي او که ناروا؟.
ځواب : د بلا د دفع کولو لپاره اذان کول ثابت دي بلکې مستحب دي، او د بخار د دفع کولو لپاره اذان کول ثابت نه دي، شرعاً د بلا د دفع کولو لپاره دې په داسې طريقه اذان وکړى شي چې د لمانځه د اذان اشتباه پرې ونشي ([8]).
د اذان مستحبه طريقه څه ده
پوښتنه : د اذان مستحبه طريقه کومه ده؟
ځواب : په اذان کې اوه (۷) خبرې مستحب دي.
(۱) قبلې ته مخ کول.
(۲) د اذان کلمات په کرار کرار (دمه دمه) ويل.
(۳) د دواړو مسواکو ګوتو په غوږونو کې ايښودل.
(۴) په لوړ (اوچت) ځای دريدل.
(۵) په زوره اذان کول.
(۶) په حی علی الصلوة کې مخ ښي لور ته او په حی علی الفلاح کې مخ چپ لور ته اړول.
(۷) د سهار په اذان کې له حی علی الفلاح څخه وروسته دوه ځلې الصلوة خيرمن النوم وئيل ([9]).
د اذان په وخت کې په جومات کې تلاوت کول
پوښتنه : د اذن په وخت کې په جومات کې د قرآنکريم تلاوت کول څنګه دي؟.
ځواب : په جومات کې تلاوت کول په داسې حال کې صحي دي چې د لمونځ کونکو مزاحم نشي، او که مزاحم کيژي پيا مکروه دى ([10]).
اقامت څه ته وائي
پوښتنه : اقامت څه ته وايي؟
ځواب : اقامت ديته وايي چې په جمع سره فرض لمانځه ته د دريدلو په وخت کې همدغه د اذان کلمات ويل کيږي، خو له حی علی الفلاح څخه وروسته دوه ځلې قد قامت الصلوة هم ويل کيږي ([11]).
په ناسته اذان کول
پوښتنه : آيا په ناسته اذان کيدلاى شي؟.
ځواب : په ناسته اذان کول له سنت مخالفت دى او مکروه تحريمي دى، د داسې اذان را ګرځول مستحب دي ([12]).
اقامت څه حکم لري
پوښتنه : اقامت څه حکم لري؟
ځواب : اقامت د فرض لمانځه لپاره سنت دی ([13]).
([1]) تعليم الاسلام دريمه برخه، ٥٤، مفتي محمد کفايت الله دهلوي.
([2]) محموديه، ٥ : ٣٨٦، بحواله : الفتاوى التاتار خانية، کتاب الصلوة، باب الاذان، نوع آخر في بيان ما يفعل به، ج : ١، ص : ٥١٥، وکذا في البحر الرائق، کتاب الصلوة، باب الاذان، ج : ١، ص ٤٤٤.
([3]) تعليم الاسلام دريمه برخه : ٥٤، مفتي محمد کفايت الله دهلوي.
([4] ) محموديه، ٥ : ٣٩٧، بحواله : ردالمحتار، کتاب الصلوة، باب الاذان، ج : ١، ص : ٣٩٠، شرح الاصباه والنظائر، القاعدة الخامسة، اضرر يزال، ج : ١، ص : ٢٥٢.
([5]) تعليم الاسلام دريمه برخه : ٥٤، مفتي محمد کفايت الله دهلوي.
([6]) محموديه، ٥ : ٣٩٩، بحواله : الفتاوى العالمګيرية، کتاب الصلوة، الباب الثاني في الاذان، الفصل الاول في صفته واحوال المؤذن، ج : ١، ص : ٥٣، فتح القدير، کتاب الصلوة، باب الاذان، ج : ١، ص : ٢٤٠.
([7]) تعليم الاسلام دريمه برخه :٥٥، مفتي محمد کفايت الله دهلوي.
([8] ) محموديه، ٥ : ٤٠٧، بحواله : ردالمحتار، کتاب الصلوة، باب الاذان، ج : ١، ص : ٣٨٥.
([9]) تعليم الاسلام دريمه برخه : ٥٥، ستر مفتي حضرت مولنا مفتي محمد کفايت الله دهلوي.
([10] ) محمود الفتاوى، ١ : ٩٠، بحواله : الفقه الاسلامي وادلته، ج : ١، ص : ٣٩٦، ردالمحتار، ج : ١، ص : ٢٩٤.
([11]) تعليم الاسلام دريمه برخه : ٥٥، ستر مفتي حضرت مولنا مفتي محمد کفايت الله دهلوي.
([12]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٢٩١، بحواله ردالمحتار مع الدرالمختار، ج : ١، ص : ٣٩٢ – ٣٩٣، مطلب في المؤذن اذا کان غير محتسب في اذانه.
([13]) تعليم الاسلام دريمه برخه : ٥٥، ستر مفتي حضرت مولنا مفتي محمد کفايت الله دهلوي.



