
د نصوارو غونډاري
ع. اسدخیل
هرقوم، هر هیواد او هره پرګنه ځانته جلا جلا دودونه، عنعنات او رسمونه لري، چې ځېنې یې سم او ځېنې یې ناسم ګڼل کېږي، د اسلام نه مخکې په عربو کې د جاهلیت په زمانه کې ډیرې داسې رسم او رواجونو وجود درلود چې د اسلام په راتلو سره یې ځېنې تایید او ځېنې یې مردود وشمیرل شول او له بیخه وویستل شول.
همدغه راز پښتون قام هم د اسلام نه مخکې ډیر عنعنات درلودل چې طبعاً ځېنې یې مثبت او ځېنې یې منفي وو، او د اسلام د مبارک دین په راتلو سره یې ډیرې پر ځای پرېښودل شول او ډېری نور یې مذموم وګنل شول او منع اعلان کړای شول. خو د وخت په تېرېدو سره ورو ورو ځېنې نورو منفي عاداتو، تقالیدو، دودونو، عنعناتو، او رسم او رواجونو په دغه قام کې یا په پوهې او یا په ناپوهۍ سره بیا ځالې جوړې کړې، چې ځېنې یې د نورو قامونو نه راواردې شوې او ځینې نورې یې د ځېنو استثماري پرګنو د جیبونو د ډکولو په موخه په دغه قوم را وټوکیدل.
چې یو یې هم د نصوارو په اچونې عادت کېدل دی، نصوار چې نیمه نشه درلودونکی ماده ده او د تمباکو د بوټي پیداوار دي، په پراخه پیمانه سره یې ځمکه لرونکی بډای خلک کښت کوي، او حکومتونه یې هم د کرلو او د عامو خلکو خولو ته تر رسولو پورې د دغو ځکه لرونکو خلکو ملاتړ کوي، چې له امله یې ډیری خلک پر دغه بد ناورین اخته شوي دي.
د یوه قام په وګړو کې د یوه نیک او یا بد خصلت خپریدل د هغه قام استازیتوب کوي او دغه قوم ورباندی نومول کېږي لکه په پښتو ژبه کې چې یو متل وایي: (لاس تور مخ پرې تور) نو نن سبا نصوار د پښتنو په خورا ډیرو وګړو کې ځای موندلی دی، چې خورا زیانونه لري چې له جملې نه یې: مالي زیان، صحی زیان، د ماحول چټلی، د خولې بدبویې، د غاښونو چټلی او د بالآخره د غاښونو خراپتیا، برسیره پر دې د توف شویو نصوارو بد منظر او داسې نور دي.
لکه څرنګه چې په خوله کې د نصوارو د اچولو ډولونه دوه دي همداسی یی د توف کولو بد نتایج هم دوه ډوله دي.
یو کپه نصوار دي او دوهم یې غونډاري دي.
د کپه نصوارو د توف کړای شویو موادو نه خلک سخته کرکه او نفرت لري ځکه چې ډېر بد شکل اختیاروي او د انسان په ذهن کې بد انعکاس کوي.
دوهم د نصوارو غونډاري دي چې د شونډې لاندې ځای پر ځای کېږي، او د توف کولو پر مهال یو خوا او بلې خوا ته د ګرنیټونو په شان غورځول کېږي چې نن سبا ټول پاک ماحول یې اشغال کړی وي او د هر با سلیقه او سوچه انسان د زور او خپګان سبب ګرځي، خو نصوارنیان بیا هم خپلو دغو ناوړه کړنو ته دوام ورکوي، خو مونږ هغوی دی ته رابولو چې لږ په خپلو ګریوانونو کې فکر کولو ته هم وخت ورکړي، چې آیا د یوه مسلمان او پښتون په حیث دا کار د کولو دي؟؟؟ هغه د آزادي راډیو د نطاق خبره: خبروو مو مونږ قضاوت پخپله وکړئ.




واقعن ښکلی او ښایسته موضوع ته مو اشاره کړې ده همداسی ده
که موږ او تاسو دغه ناوړه عادت پریږدو صحی او مالي ګټي په کښي سته
مننه!
احمدالله سمون
سلام نصوار خو ډیر ښه شی دی ، خول خلک ورنه سم استفاده نکوی