د هیواد شمله / عاکف مهاجر

عاکف مهاجر

نن كندز لكه وړانګه غوندې ښکاریږي
داله لمر هم ښایسته غوندې ښکاریږي

ښایسته زلفو کې یې ښکلی ګل ټومبلی
ګل طالب کې ګلدسته غوندې ښکاریږي

ټول  شمال ته  یې رڼا د فتحې ورکړه
خو کندز بیا زرغونه غوندې  ښکاریږي

تور ټغریې دوحشت له غولي ټول شو
د  رڼا مشال شغله   غوندې  ښکاریږي

د هیواد شمله  مو  هسکه نن کندز ده
غلیمانو  ته  لمبه   غوندې  ښکاریږي

کندزي زلمو مونږ ټول درباندې ویاړو
دا عاکف هم خندنه غوندې ښکاریږي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button