سوډان کې د تېلو ټانکر انفجار په پېښه کې ۱۹۳ تنه وژل شوي دي

کابل ټکی کام ۲۹وږی/۱۳۹۴

راپور: محمد سمیع سعادت

 سوډان کې د تېلو د ټانکر په یوه چاودنه کې ۱۹۳ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

د «ریانووستي» خبري چینل د خبر په حواله  سوډان کې دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې لومړی په ټانکر اور ولګېد او بیا يي چاودنه وکړه.

سرچينه وايي لومړی د وژل شویو شمېر ۱۸۲ تنه وو، چې ۱۱ تنو نورو د ژورو ټپونو له امله  ژوند له لاسه ورکړ.

د یادونې وړ ده چې د سوډان حکومت د دغې لويې غميزې له امله درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړ .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button