ايټالیایي سمندري ځواکونو د لېبیا ساحلي سیمو کې ۴۳۰۰ تنه کډوال نيولي دي

کابل ټکی کام ۲۹وږی/۱۳۹۴
راپور: حماس
د ايټالیا سمندري ځواکونو د لیبیا ساحلي سیمو کې۴۳۰۰ تنه نا قانونه کډوال ژغورلي.
دغو کډوالو غوښتل چې د مديتيرانه سمندر له لارې اروپایي هېوادونو ته په قاچاقي لارو واوړي، خو د ایټالیا سمندري ځواکونو د ساحلي سیمو ساتنې ادارې له لوري ټول ونيول شول.
دغه راز ايټاليايي ځواکونو رسنیو ته ويلي چي په یوه کوچنۍ پلاستيکي کښتۍ کې يي د یوې مېرمنې مړی موندلی چې اوس مهال یو له دغو ځواکونو څخه روغتون ته انتقال کړې او د مړينې لامل يي تر اوسه نه ده څرګند شوی.



