د بشارالاسد ځواکونو د تدمر سيمه سخته بمبار کړې

کابل ټکی کام ۲۹وږی/۱۳۹۴
راپور: حماس افغان
له سوريي نه په تازه ورکړل شویو راپورونو کې راغلي، چې د بشارالاسد هوايي ځواکونو د سوريې «تدمر» سيمه سخته بمبار کړې چې ۶ میاشتې وړاندې د داعش جنګیالیو تر خپل کنټرول لاندې راوستلې وه.
سوريې کې څارونکي وايي چې په دغه بمبارۍ کې لږ ترلږه ۲۶ تنه وژل شوي چې ۱۲ تنه يي د داعش جنګیالي دي.
دغه راز راپور کې راغلي دي چې په یاده بمبارۍ کې ټول روسي بمونه او تجهيزات کارول شوي دي.
روسیه په دې ډاډمنه ده چې د دوی د مرستو مخه داعش جنګیالیو نیولې، نشي کولای چې پرمختګ وکړي، خو بشارالاسد ته د روسیې مستقيمې مرستې امریکا هم اندېښمنه کړې.
سره له دې چې روسيې او امریکاهېوادونو هوکړه کړې چې دوي به په ګډه سيمې کې د کړکیچ په اړه خپله معلومات یو بل سره شریکوي، خو روسیې د دې باوجود بشارالاسد ته د وسلو پلور او یا مرستې بي اعتمادي رامنځ ته کړې.



