ازادي او ډيموکراسي

عنايت عابدزی
١- که غواړې چې ازاد ژوند وکړى د ريښتيا وو په لاره ولاړ شئ (شيخ خياباني)
٢-د يو ملک ازاد او مستقل ساتل د هغه ملک او دولت پورې اړه لري (منتسکو)
٣-ازادي کولاى شو يو ځل حاصله کړو او که ازادي مو له لاسه ورکړه بيا والله اعلم که حاصله شي(روسو)
٤- څوک چې د خپلې هوساينې لپاره آزادي د پښو لاندې کړي د ازادۍ مستحق ندى (فرانکلين)
٥-د ازادۍ ونه بايد د ظالمانو او اشغالګرو په وينو اوبه کړو( جعفر سون)
٦-ازادي يعنې د انسانانو لپاره د ترقۍ لاره ازادول (ډاکټر شفيق رضا زاده)
٧-انسان ازاد پيدا شوى ليکن دنيا ته راتلل يې د قيد او محدوديتونو او بندونو سره دى (شلير)
٨-هر څوک ازادۍ سره مينه لري ليکن صرف د ځان لپاره د نورو لپاره نه (؟)
٩- ازادي د هېچا انتظار نکوي يوازې مونږ به ازادۍ ته انتظار کوو ځکه هېڅکله ازادي په آسانه لاس ته نه راځي (امدسن)
١٠-الله تعالى حيواناتو ته هم د ازادۍ حق ورکړى دى.(؟)
١١-هغه انسان چې ازادي ورڅخه اخيستل شوې وي او هغه د ښه مال او دولت خاوند وي د بشريت په لحاظ د يوې خالي مغازې په اند ارزش نلري (؟)
١٢-يا ازادي يا مرګ ( پُل هنرى)
١٣-ازادي يعنې مسئوليت په همدې لحاظ ډېر کسان د مسئوليت څخه وېرېږي(جرج برناردشاه)
١٤-زمونږ ازادي هغه ځاى کې شروع کېږي کوم ځاى کې چې د نورو ازادي ختمه شي (ويکتور هوګو)
١٥- هغه انسان ازاد دى چې شهوات يې شاته وغورځول (حضرت علي ؓ)
١٦-حقيقي ازادي يعنې دا چې څه حق لرو وکړو نه دا چې هغه څه چې امېد يې ولرو پوره کړو(ويکتور هوګو)
١٧-ازادي د يو کس حق ندى بلکه د ټولو حق دى (هربرت اسپنسر)
١٨-مطلقه ازادي په يوه جامعه کې هم نه په سترګو کېږي يوازې نسبى ازادي ده چې د جامعې په سطح شکل اختياروي (علامه سيد طبا طبائى)
١٩-ازادي د روغ صحت غوندې مثال لري بايد روغ صحت له لاسه ورنکړو(ولتر)
٢٠-که په خپل نفس بر لاسې نه وې ازاد نه يې(اپيکتوس)
٢١-که ازادي موجوده وي بوډاګان به هم پهلوانان شي ( مجارستانى متل)
٢٢- له حده زياته ازادي ښځه فاسدوي (روسي متل)
٢٣-کله چې آزادي ډېره شي ظلم ورځ په ورځ راپيدا کېږي (سقراط)
٢٤-که چېرې ملت له ازادۍ پرته بل کوم شي ته په ازادۍ ترجيح ورکړي هر څه به له لاسه ورکړي (؟)
٢٥-د ازادۍ ونه د شهيدانو په وينو ساتلى کېږي (براتر ند بار)
٢٦- د اغيارو په مقابل کې خپله ميړانه په درهم او دينار مه ورکوه او د غلامۍ پړي په غاړه کې مه اچوه آزادي وپېژنه او احترام يې وکړه (حضرت علي)
٢٧- چا چې مالداره ښځه وکړه په حقيقت کې يې خپله ازادي خرڅه کړه (المانى متل)
٢٨-ملت د ازادۍ له لارې تعليم او تربيه حاصلولى شي.
٢٩- هر څومره چې قفس تنږېږي دازادي خوزېږي(المانى متل)
٣٠- د زور حکومت د بُتانو له خوا تشکلېږي او ديموکراسي حکومت د بت پرستانو له خوا.


