له کابله خپریدونکو ورځپاڼو خپلې سرمقالې د سې شنبې ورځ برید ته ځانګړي کړي دي، چې د ملي امنیت ریاست پر لسم دفتر وشو او لسګونه یې ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل.
سرنوشت ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي دي، چې برید په داسې ځای کې شوی دی، چې هلته د ملکي وګړو کورونه دي او د برید زیات قربانیان ملکیان دي. د سرنوشت په باور؟«په کابل کې په یوه وحشیانه برید کې لسګونه کسان شهیدان شوي او لسګونه نور ټپیان دي. برید د رجال برجسته پر ریاست شوی و، چې شاوخوا یې د ملکي وګړو له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه ده. له همدې امله نه یوازې مرګ ژوبله زیاته ده، بلکې اصلي قربانیان هم ملکي وګړي دي.»
سرنوشت لیکي د تېرې سې شنبې ورځ برید به نه لومړی وي او نه وروستی، «ځکه چې زموږ اصلي ستونزه دلته د پردیو د شومو موخو لپاره روانه جګړه ده.»
سرنوشت په خپله سرلیکنه کې لیکلي«ددغه ډول پیښو د تکرار د مخنیوي لپاره هېڅ عملي ګام نه پورته کوو. یو ټپ مو رغېدلی نه وي، چې پر وجود مو بل ټپ جوړ شي. یو ورور مو خاورو ته نه وي لیږلی چې د بل جنازه راته پرته وي. د یو ماشوم د بند ټوټې مو خاورو ته نه وي سپارلي، چې بل ماشوم مو ټوټه ټوټه شي. هره ورځ همداسې په وحشتونو، جنایتونو، وینو او تیارو کې ژوند تېروو.»
سرنوشت جګړه د روانې ستونزې حل نه بولي، بلکې ټولو اړخونو غواړي چې نور دې روانه ستونزه د خبرو له لارې حل کړي«موږ باید نور ودریږو او موږ ته نور بنسټیز حل په کار دی. بنسټیز حل دا دی چې دلته د پردیو د ګټو لپاره پیل شوې جګړه ودریږي. هر افغان او هر مسلمان ته په کار ده چې نور دې جګړې ته ( نه) ووایي او نور د پردیو د ګټو لپاره د خپلو وروڼو له وژلو لاس واخلي. اوس د مسلمان او غیر مسلمان د بېلتون کرښه روښانه کیږي، د وحشت او انسانیت د پلویانو د بېلتون کرښه ثابتیږي، هغوی چې مسلمانان او انسان دي چې ددې وحشت پر وړاندې دې ودریږي.»
ماندګار ورځپاڼې هم خپله سرلیکنه د ملي امنیت د لسم ریاست برید ته ځانګړې کړې ده.ماندګار لیکلي، په دغه برید کې د ملي امنیت ریاست ۴۰۰ کارکوونکو ته مرګ ــ ژوبله اوښتې ده.
ورځپاڼه وايي په بريد کې د ملي امنیت نږدې ۴۰۰ تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې، چې مسوولین یې ځينې دولتي کړۍ دي؛ ځکه په دولت کې پرېمانه داسې کسان شته چې د وسله والو مخالفينو ملاتړي او دا ډول بريدونه د دوی په ملاتړ او وسیله ترسره کېږي.
ماندګار لیکلي« چې پرونی بريد د افغان حکومت پر زړه برید و، چې د طالبانو د زور استازيتوب کوي، خو د دوی په خبره دا زور يې هم په دولت کې د نیکټايي پوښو طالبانو په وسیله ثابت کړی دی.» ورځپاڼې د سولې خبرې د وخت ضایع کېدل ښيي او دولت ته سپارښتنه کوي، چې د طالبانو پرضد جګړه تېزه کړي.
ویسا ورځپاڼې هم خپله سرلیکنه وروستي برید ته ځانګړې کړې ده. ویسا لیکلي، د غميزو پيلامه؛ اټكلونه رښتيا شول.
ورځپاڼه وايي، دولت د طالبانو نوي پیل شوي عملیات«عمري» تبلیغاتي جګړه بللې وه؛ خو د تېرې ورځې برید روښانه کړه، چې طالبان په خپل اعلان کې جدي دي.«له بده مرغه هغه اټكلونه او وړاندوېينې رښتيا كېږي چې زموږ د هېواد په باب له تېرو درېيو مياشتو راهيسې د خپلو او پرديو پر خولو تكرارېږي، د كابل د محمود خان پله ډله ييز بريد تر ديرشو تنو وژنه او تر درې سوو تنو پورې ټپيانېدل يې ژوندى سارى دى.دا د كابل د تېر كال د شاشهيد تر بريد وروسته تر ټولو ستر بريد و چې ډېره مرګ ژوبله او مالي زيانونه لري.دا چې بريد چا كړى او موخه يې څه ده، ځواب روښانه دى، طالبانو يې پړه پر غاړه اخيستې او دا يې د هغو پسرلنيو عملياتو د اعلان عملي سارى دى چې زموږ د امنيتي ادارو ويندويانو هسې تبليغاتي هڅه بلله، طالبانو وښوده چې د دوى اعلان جدي دى تبليغاتي كمپاين نه دى.»
ویسا لیکلي«كه پر واقعيتونو اعتراف وكړو، د جګړې او زور له لارې په هېواد كې د سولې راوستل ګران څه چې ناشوني دي، تر ټولو مهم دليل يې دا دى چې دا پردۍ او د لويو هېوادونو جګړه ده، د سولې د بهير ناكامي هم له همدې سره تړلې چې لوى هېوادونه په سيمه او افغانستان كې د جګړې او بحران دوام غواړي ځكه خو نه زموږ د حكومت او امنيتي ځواكونو په توان كې ده چې جګړه وګټي او مخالفين بشپړ له منځه يوسي او نه نړيواله ټولنه او ګاونډي مغرض لوري دا غواړي.»
د ویسا په باور جګړه زموږ ستونزه نشي هوارولی او حل لاره یې یواځې سوله ده اوبس!«كه موږ غواړو چې د پل محمود خان د پروني بريد په څېر غميزې تكرار نشي نو يوازينۍ لاره يې د سولې په پلوى يو ملي محور جوړېدل دي، داسې محور چې هم يې افغانان بشپړ نوښت په لاس كې ولري او هم له سليقوي وړوكيو ګټو څخه د تېرېدو په احساس يوازينۍ موخه پكې د دې جګړې بشپړ له منځه وړل وي.»
هېواد دولتي ورځپاڼې هم خپله سرلیکنه د تېرې ورځې برید ته ځانګړې کړې ده. هېواد ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې لیکلي دي.«دښمنانو يو ځل بيا سلګونه كورنۍ د وير پر ټغر كېنولې، په دغه ترهګرو بريد كې، چې پرون د محمود خان پله په سيمه كې د موټر په واسطه تر سره شو ۳۰ تنه شهيدان او ۳۲۰ نور ټپيان كړل. عام ولس، چارواكو، د بشري حقونو مدافعينو، د عالمانو شورا او چارواكو دا بريد په سختو ټكو وغانده او د افغانستان د عالمانو شورا دا بريد (( پر مسلمانانو بريد )) وباله»

















