کاپیسا مرکز کې د ولسي جرګې د دوو وکیلانو ترمنځ خپلمنځي جګړه روانه ده

کابل ټکی کام ۰۲غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له کاپیسا ولایت څخه خبري منابع وایي، چې د دغه ولایت مرکز کې د ولسي جرګې د دوو وکیلانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
خبرونه وایي، دغه وکیلان چې پخواني جنګسالاران دي، اوسمهال هم ملېشې لري.
په ترلاسه شویو خبرونو کې د دغو پخوانیو جنګسالارانو نومونه حبیب افغان او حاجي اغا جان یاد شوي دي.
د کاپيسا ولایت څخه خبري منابع همدا راز وايي، چې د دواړو وکیلانو ترمنځ په جګړه کې له سپکو او درندو وسلو څخه کار اخیستل کیږي.
خبر وایي، ښایي دغې جګړې مرګ ژوبله هم اړولي وي، خو کره شمېره یې نه ده په ګوته کړې.
باید ووایو، چې دواړه پخواني جنګسالاران دا مهال په ولسي جرګه کې د دغه ولایت د خلکو له خوا وکیلان دي.
د یادولو ده، چې په هېواد کې پخواني جنګسالارانو خپلمنځي جګړې شروع کړي دي، د بېلګې په توګه څه موده وړاندې د دوستمي او جمعیتي ملېشو ترمنځ جګړه.



