طالبه ګله !

صبور اعجاز
جنګ بس کړه, ټوپک پرځمکه کېږده, لاسونه پورته کړه, تسليم شه!!!!
ځکه ستا په جنګ کې, ستا په انفجار کې, بې ګناه وگړو ته ضرر رسي, ددوی فکرونه ګډوډيږي, ستا دموټر بم له دهشناک غږه دغوږونو پردې څيري کيږي, خير دی لږ ګذاره وکړه.

مونږ ايلا څوارلس کاله وشول چې په ژوند پوه شوو, له نړيوالو سره سيال شوو, مونږ مينه زده کړه ترکي او هندي سيريالونه مو وپيژندل.

ستا دمرميو کړنګهاری مونږ د درې مورچل, ليوانو درې, فريحا, سورج,بابو, سانديا, مدهوبالا…. او نورو کهانيو ليدو ته نه پريږدي.

ته ليونی يې(!) ساده ګل(!) يې, له ژونده خوند واخله, اشغال په بلا ووله, دشرعي نظام دپلي کيدا سوچونه پرېږده, پرېږده چې په هيواد کې مو د دوو پرځای لس ولسمشران وي, د شريعت پرځای ديموکراسي وي, بي حجابي, شرابخوري, زنا او بچه بازي وي, دهيواد سرنويشت مو دې دجانکيري په لاس وي.

نو دا څه خبره ده, تاته ولې زور درکوي, ستاضمير يې ولې نه مني, په هيواد کې ميليونو وکړو پرې سترګې پټې کړي, ته يې ولې نشې تحمل کولی؟؟؟؟
هن !!!
ته څومره پاک زړی او ساده زړی يې!
هيواد په تندر ووله, ازادي هېره کړه, اسلامي خلافت او شرعي نظام له ياده وباسه, عيش او عيشرت وکړه, ددونيا له حورو خوند واخله, ته چې دچا لپاره قرباني ورکوې هغوی ويده دي, هغوی ته ستا قربانی ارزښت نلري هغوی تا په نورو نومونو يادوي, هغوی تاپورې خاندي, تا دنورو غلام بولي!!!
اګرکه دوی ترپوزې په غلامی کې ډوب دي.

منم چې ته مجبور يې, له خپل کور او کهوله تيښتې ته اړ شوی يې, ته ووژل شوې, وتړل شوې, تعذيب شوې,دBباون خوراک شوې, تا په ځنځيرونو کې ساه ورکړه, ته کيوبا, بګرام, نود, رياست هفتده او رياست 10ته يوړل شوې, له تا نوکان وويستل شول, ستا په آلۀ تنسل پسې وزن وتړل شو, په پلاسونو وربړول شوې, نوکان دې وويستل شول, بې حجابه شوې, خير دی دا هيڅ خبره نه ده, زړه مه تنګوه, حوصله له لاسه مه ورکوه!!!

خير دی که ستا ترمخ ستاحفظ کړي قران ته اور ورکړل شو, قرانونه ډير دي نور به چاپ شي.
خير دی که تاته په نود او رياست 10 او هفتده کې وويل شول چې ستا خدای دې اوس راشي او زمونږ له منګولو دې وژغوري (العياذبالله)او يا دې ستا محمدي پيغمبر ته نارې کړه!

نو ګلابه دا ټول شيان هېر کړه!
زمونږ دهيواد لپاره, دارام ژوند پخاطر, دهيواد ابادی بيارغاونې لپاره!!!
تر څو له نورو سره سيال شو,

دا ټول شيان ستا له مرامه لوړ دي(!) ستا له هيلو او ارمانونو او اهدافو پورته! مونږ ته هيواد مهم دی, له نړيوالو سره ښې اړيکې, راکړه ورکړه, ستراتيژيک تړونونه او…….

اسلام خو مو اسې هم دپلار نيکه دين دی, څوګ يې په زور رانه نشي وړلی, آ بېله خبره ده چې څوګ پخپله رضا له دينه اوړي, عيسيويت قبلوي, پرتوګ کښلي دکابل په واټونو کې ګرځي, کوناټو ته اوسپنيزي ځغرې اچوي, تلويزيړنو کې ډمې ګډيږي, شريفې پيغلې مو دهنر په نوم ګډا, نڅا او فحشا ته هڅول کيږي.
نو دا خو ديموکراسي ده, دهرچا خپله خوښه خپله رضا!

که دا هم نشې کولی چې په پټو سترګو هرڅه وزغمې او په نظام کې ورګډ شې نو!
ګلابه! يو بل کار وکړه! زمونږ غوندې کرار کينه, ما په چا دښو او نه د بدو کار لره!!!
, غم پوه شه او غمجن او ددو ښځو څښتن پوه شه!
خپله غريبي کوه, وطن پرېږده او چېرته لــــــــــــــــرې ولاړشه,په غوږونو کې مالوچ کېږده, سترګې وتړه او په ضمير او وجدان غټه تيږه کېږده خو زمونږ خوبونه مه حراموه!
پليز!
مهرباني وکړه! زمونږ دنويو بلډينګونو,اسمانڅکو ودانيو ښيښې ما راماتوه! ستا له انفجاره مو د ودانيو کړکی او ښيښې دړې وړې شوې!
خير دی, که داهم نه منې, اواره دې پرې نه راځي نو! دويم کار خو ختمي وکړه:

دټوپک شپيلۍ دې په خارجي يرغلګرو ورواړه, داخلي (د اردو, پوليسو, امنيت) ځوانان مه وژنه دا مې اخيري سوال دی ځکه چې دوی مو راتلونکی دی(!) دهيواد سرمايه ده(!), دنظام سترګې او زړه دی(!) مصرف پرې شوی, ميندې پرې لنګې دي, اخير انسانان دي, هيوادوال دې دي, دولس ساتونکي دي(!)

پوهېږم طالب جانه تاسو هم هريو مور زيږولي يئ, ستاسو وجودونه هم له کاڼو نا, له اوسپنې نا, له غوښې جوړ دي, تاسو هم زمونږ هيوادوال يئ خو خير تاسو مدرسه کې لوی شوي يئ اسي هم له سختيو, تکليفونو,جلاوطنی, لوږو او تندو سره اشنا يئ!!!
امنيتي ځواکونه که تاسو وژني هيڅ خبره نه ده خو تاسو زمونږ دځوريدلي کنډکپر هيواد پخاطر چوپتيا غوره کړی.

که دوی په تاسو چاپې وهي, لاس تړلي مو تر زندانه کشوي, وهل ډبول, سر مو په جوش اوبو کې ډوبول, برقي شارټونه درکول,دتناسل آله مو په دروازه او يا پلاس ډوله آلا کې نيول او نور دا ډول تعذيبونو سره مخ کيږئ دا ټول داسانه اقرار اخيستلو په خاطر, هيواد له دربدری او پاکستان له تسلطه د ژغورلو په خاطر, اګرکه دوی له آی اېس آی سره هرډول تړونونه لاسليک کړي.

امنيتي ځواکونه له تاسو سره شخصي دښمني نلري, که لري يې نو ستاسو اسلامي فکر ددوی ديموکراسی پر وړاندې خنډ دی, اساسي مشکل دادی چی ستاسو دهجرت ټاټوبی پاکستاني سرحدي سيمې دي, تاسو مهرباني وکړئ ځانته دځمکې يو بل هيواد انتخاب کړئ, يو نوی هيواد, داسې هيواد چې دځمکې کره کې له سره نه وي موجود, له مونږ سره يې پوله نه وي تړلي او يا کوم وخت مونږ په رقابت کې نه و ورسره ښکېل, کومې مرستې چې له تاسو سره کيږي, هغه هم بايد ځانته يو شکل ولري, زمونږ ددنياوالو په څېر عصري او مډرن نه !

ځکه دا سلحې او وسايېل زمونږ دساينس, پرمختللي ټيکنالوژۍ هڅو او هاند نتيجه ده, تاسو ځانته په خپل شف او کف او ابجدو يو بېل ډول اسلحې جوړې کړئ.

دريم دا چې که تاسو په خارجيانو بريدونه کوی هم نو پدې برخه کې هم بايد له بشپړې ازادی کار وانخلئ لږ ترلږه لاندې شرایط دمهربانی له مخې پام کې ونيسئ :
الف_
په خارجيانو دبريد پرمهال بايد دداسې ساحې په تلاش کې شئ چې هلته هېڅ عام وګړی, ماشوم تورسرې او حتا افغان سرتيري هم وجود ونلري
ب_
دخارجيانو په هغه استوګنځايونو او قطارونو چې د ولسي خلکو له جم وجوشه ګټه اخلي او يا يې دځان لپاره سپر ګرځوي بايد هيڅ وخت دبريد هوډ ونکړی ځکه انتقامي بريد کې ددوي لخوا عام وګړي په نښه کيږي.
ج_
نظامي هډو ته دتګ پروخت بايد دهيواد له ځمکې کار وانخيستل شي بلکې دهوا له لارې پراشوټي جنګيالي دهډې په نظام کراول دننه برخه کې ښکته کړئ ترڅو له افغان ځانګړو ځواکونو سره لاس و ګريوان نشئ چې په دې صورت کې به دخارجي ميلمنو ساتنه او دفاع دملي ځواکونو فرض او ستاسو وژنه بې له کوم قيد او شرطه روا وي.
دال_
که مو نشول کولی چې دهوا له لارې له دښمنه غچ واخلئ نو ترهغې انتظار وباسئ ترڅو پخپلو لاسونو هيلوکوپټر, جيټ او بې پيلوټه جوړې کړئ او له دښمنه مو په اسانۍ غچ واخلئ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button