اوباما وايي، په سوریه کې د اوربند د ماتې احتمال شته

کابل ټکی کام ۰۳غويي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د امریکا ولسمشر بارک اوباما چې په دې وروستیو کې سعودي عربستان ته په سفر تللی دی، د دغه هېواد په ریاض کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، چې په سوریه کې د اوربند د ماتې احتمال شته دی.
نوموړي د دې خبرې په دلیل کې وویل، چې د سوریې حکومت د اوربند خلاف ورزي کوي.
اوباما همدا راز وویل، چې د سوریې په یو شمېر سیمو کې د حکومتي پوځیانو له لورې بریدونه به د اوربند د ماتې لامل شي.
له بلې خوا د سوریې پوځ د اوباما دغه څرګندونې په کلکه سره رد کړي دي.

د یادولو ده، چې د تېر کال د کب په ۸مه نېټه په سوریه کې د دولت او د مخالفو جنګیالیو ترمنځ اوربند پیل شوی وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button