کابل ټکی کام ۰۳غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
تېره ورځ طالبانو د کابل په لومړۍ حوزه کې د ملي امنیت ریاست ته خپل درې بریدګر ننباسل، چې خورا له مهم تکتیک څخه یې استفاده کړې وه، او د ملي امنیت سلګونو مهمو امنیتي کارمندانانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
دغه بریدونو افغان حکومت سخت اندېښمن کړى، او له وجې يې د افغانستان بیرغ د دوه ورځو لپاره د نیمه ځوړندېدو اعلان وکړ.
اوسمهال تواب غورځنګ ویلي دي، چې ولسمشر خپلو ټولو ځواکونو ته امر کړی دی، تر څو له طالبانو سره په نښتو کې هېڅ نرمي ونه کړي.
همدا راز د ملي یووالي حکومت د دویم مشر عبدالله عبدالله ویاند جاوید فیصل ویلي دي، چې د طالبانو حملو ته به په حملو ځواب ورکوي.
یو شمېر افغان لوړپوړو چارواکو دغې حملې دومره دردولي، چې له ولسمشر څخه یې د طالب بندیانو د اعدام غوښتنه وکړه.
افغان حکومت دغه دریځ داسې مهال نیولی دی، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالب جنګیالیو له لورې درندې جګړې روانې دي.















